ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ايساف هوايي بريد پنځه تنه وژلي

ننګرهار کې د ايساف هوايي بريد پنځه تنه وژلي

author avatar
5 Oct 2013 - 13:51
ننګرهار کې د ايساف هوايي بريد پنځه تنه وژلي
author avatar
5 Oct 2013 - 13:51

جلال اباد (پژواک ١٣ تله ٩٢): د ننګرهار ولايتي اداره وايي، چې بهرنيو ځواکونو په ننګرهار کې پنځه بې ګناه ملکي وګړي وژلي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د تلې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ د سراچې په ځنګل کلي کې بهرنيو ځواکونو پنځه تنه وژلي دي.

نوموړى وايي، چې له سراچې پر هوايي ډګر توغندي توغول شوي وو او بهرنيو ځواکونو ياده سيمه د کشفي راپورونو پر اساس تثبيت کړې وه.

هغه زياته کړه: ((کله چې بهرنيو ځواکونو په سراچه کې عمليات وکړل نو ياد پنځه کسان يې وژلي دي.))

د امنيت امر زياتوي، تر اوسه دا معلومه نه ده چې ياد کسان وسله وال وو او که ملکي وګړي.

د ننګرهار ولايت مالي او اداري رييس قريب الله هجرت چې يادې سيمې ته د ولايت مقام په استازيتوب تللى و، پژواک اژانس ته وويل، چې په سراچه علي خان کلي کې بهرنيو ځواکونو بې ګناه وګړي وژلي دي.

د هغه په وينا، دغه کار د هغو ژمنو خلاف عمل دى، کوم چې د بهرنيو ځواکونو او افغان دولت تر منځ شوې وې.

نوموړي وويل: ((دلته واک لېږدول شوى، دلته بهرني ځواکونو حق نه لري چې عمليات وکړي.))

هجرت وايي، چې بهرنيو ځواکونو په خپلسري ډول په ياده سيمه کې عمليات او بمبار کړى دى.

دى وايي، چې دوى ياده مسئله د کابل له چارواکو سره شريکه کړې او په هېڅ ډول د بهرنيو دغه عمل نه شي زغملى.

د سيمې يوه اوسېدونکي استاد اسدالله پژواک اژانس ته وويل، اد پنځه تنه چې ځيني مېلمانه او يو شمېر د سيمې اوسېدونکي وو، ټول ملکي وګړي دي.

دى وايي، چې په وژل شوو کې يو د هوايي ډګر ساتونکى هم شته.

ده وويل: ((بهرني ځواکونه چې څنګه راغلل دوى دلته ناست ول او ځاى پر ځاى يې ووژل او بمبار يې پرې له طيارې وکړ.))

د وژل شوي وه ورور پژواک اژانس ته وويل، چې دوى بزګران دي او ورور يې بېګا د خپلو ترور زامنو سره د چايو په څښلو بوخت و، چې بهرنيو ځواکونو پر بريد وکړ.

هغه زياته کړه: ((بهرنيانو بيا قوماندانۍ ته خبر ورکړى و، چې وسله وال مو وژلي او بېګا يې غوښتل چې پر هوايي ډګر بريد وکړي.))

د بهسود ولسوالۍ قومي مشر ملک نعمت وايي، هر چا چې ياد بې ګناه کسان وژلي بايد ځواب يې ووايي، او هغه چې وژل شوي د هغوى د وسله وال فعاليت ثبوت دې وړاندې کړي.

ده وويل: ((خلک به د دولت نه نور هم وړاندې شي او لاريونونه به پيل شي.))

ملک نعمت وايي، هغه کسان چې بې ګناه خلک يې وژلي بايد په افغانستان کې يې محاکمه کړي.

نوموړى پر دولتي ارګانونو غږ کوي چې د يادې موضوع جدي څېړنه وکړي.

د يادې پېښې په اړه وسله والو مخالفينو او امريکايي ځواکونو څه نه دي ويلي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.