ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهارى: لوى اختر به د راتلونکې اونۍ د سه شنبې په ورځ وي

author avatar
5 Oct 2013 - 20:27
author avatar
5 Oct 2013 - 20:27

کابل (پژواک ١٣ تله ٩٢): ستوري پېژندونکي عبدالله کندهاري وړاندوينه کړې، چې د راتلونکې اونۍ د سه شنبې ورځ چې د تلې  له ٢٣مې سره سمون لري، د لوى اختر لومړۍ ورځ ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سبا يکشنبه (د تلې مياشتې ١٤مه) د ذي الحجې مياشتې لومړۍ ورځ ده .

 د ده په وينا ، نن شنبه د کابل په مهال د ماښام په  ٥:٤١ بجو مياشت ليدل شوې ده.

نوموړي زياته کړه، عرفه به د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ (د تلې په ٢٢مه) وي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان ستره محکمه ډېرى مهال د روژې د نيولو او د اخترونو پرېکړه د سعودي عربستان د سترې محکمې له پرېکړې سره سم اعلانوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.