ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قيوم کرزي او ګل اغا شيرزي هم ولسمشريزو ټاکنو ته ځانونه کانديد کړل

author avatar
6 Oct 2013 - 16:34
author avatar
6 Oct 2013 - 16:34

 کابل (پژواک ١٤ تله ٩٢): د ولسمشر کرزي ورور قيوم کرزي او دننګرهار پخواني والي ګل اغا شيرزي هم د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته ځانونه کانديدکړل.

قيوم کرزي نن له غرمې وروسته په داسې حال کې د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې نوم ليکنه وکړه، چې د هغه د ورور محمود کرزي، د کډوالو چارو وزير جماهير انوري ، د ملي شورا يو شمېر غړو په ګډون سلګونه کسان ورسره ملګري وو.

د کانونو مخکنى وزير وحيدالله شهراني د هغه د لومړي او د ولسي جرګې پخوانى غړى ابراهيم قاسمي د نوموړي د دويم مرستيال په توګه غوره شوي دي.

 وروسته له نوم ليکنې قيوم کرزي، د خپل ورور حامد کرزي ١٢ کلنه اداره تر يوه حده بريالۍ وبلله او ديادې ادارې د پاليسۍ پر دوام يې ټينګار وکړ، خو دهغه دځواکمنتيا لپاره داصلاحاتو راوستل اساسي شرط بولي.

 هغه زياته کړه: (( غواړو او چمتو يو، چې يوه مسلکي او کاري اداره دټولو ملتونو په ګډون د ټاکنو په مشروع چوکاټ کې را منځ ته شي، چې په هغه کې شعار کم؛ خو کار ډير وي.))

د ولسمشرۍ لپاره ياد کانديد وويل، چې د ديني بنسټونو څخه مادي او معنوي ملاتړ، له فساد سره جدي مبارزه، د بيکارۍ کمول او دکارموندنې زمينه برابرول، د امنيت ټينګښت، د امنيتي ځواکونو ښوونه او تجهيز، د ښځو او له بشري حقونو څخه ملاتړ، با کيفيته لوړو او مسلکي زده کړو ته د زمينې برابرول او داسې نور اساسات دهغه د تګلارې مهم ټکي دي.

وروسته له قيوم کرزي څخه، دننګرهار پخواني والي ګل اغا شيرزي هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم ليکنه وکړه.

د ولسي جرګې پخوانى غړى سيدحسين عالمي بلخي د هغه لومړى مرستيال او د ولسمشر پخوانى سلاکار محمد هاشم زارع د نوموړي د دويم مرستيال په توګه غوره شوي دي.

 د نوم ليکنې پرمهال سلګونه کسان  له ګل اغا شيرزي سره مل و.

د قيوم کرزي او شيرزي له نوم ليکنې سره د ولسمشرۍ لپاره د کانديدانو شمېره ١٧ تنو ته ورسېده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د يو شمېر دولتي چارواکو په ګډون ٧٢ کسانو د ولسمشرۍ لپاره د نوم ليکنې معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي.

 د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره د نوم ليکنې پروسه د وږي په ٢٥مه پيل شوې او د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې نن (د تلې ١٤مه) د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې وروستۍ ورځ ده او د تمديد امکان يې نه شته.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.