ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي له دولتي چارواکو او کار کوونکو د ټاکنو پروسه کې د بېطرفۍ غوښتنه وکړه

کرزي له دولتي چارواکو او کار کوونکو د ټاکنو پروسه کې د بېطرفۍ غوښتنه وکړه

author avatar
6 Oct 2013 - 16:20
کرزي له دولتي چارواکو او کار کوونکو د ټاکنو پروسه کې د بېطرفۍ غوښتنه وکړه
author avatar
6 Oct 2013 - 16:20

کابل (پژواک ١٤ تله ٩٢): ولسمشر کرزي د يوه فرمان په صادرولو له لوړپوړو دولتي چارواکو او کار کوونکو غوښتنه کړې، چې د ټاکنو په پروسه کې دې لاسوهنه نه کوي او خپله بې طرفي دې وساتي.

په دغه فرمان کې راغلي، چې سرغړوونکي به د عدلي تعقيب په موخه اړوند ادارو ته ور وپېژندل شي.

د وزيرانو شورا او چارو ادارې عمومي رياست د معلوماتو له مخې، د دې مادې په لومړۍ ماده کې راغلي، چې ټول دولتي چارواکي او د ادارو کار کوونکي مکلف دي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غوښتنې په صورت کې دې د ټاکنو له بهير سره اړونده وظيفوي همکاري وکړي.

د فرمان د لومړۍ مادې په نورو بندونو کې راغلي، چې چارواکي او د دولتي ادارو کار کوونکې بايد په ټاکنيزو فعاليتونو پورې اړوند دندو له مخې د بې طرفۍ اصل مراعات کړي او په ټاکنيزو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

په فرمان کې له ټولو دولتي کار کوونکوغوښتل شوي، چې په رايې ورکوونکو د نفوذ لرونکو کړنو، د هغوى د رايې له افشا کولو او يا يوه مشخص کانديد ته د رايې ورکولو لپاره د چا له اړ ايستلو، چې د هغوى د ازادۍ، يا پټې او مستقيمي رايې د ازادۍ له منځته وړلو لامل شي، ډډه وکړي.

همدارنګه په فرمان کې راغلي، چې دولتي چارواکو او کار کوونکي دې دولتي اسانتياوې او سرچينې د يوه مشخص کانديد، ګوند او يا هم د مشخصو سياسي اېتلافونو په ګټه نه کاروي، خو په هغه صورت کې چې د قانون په نظر کې نيولو سره په مساوي ډول وي.

په همدې ترتيب په دغه فرمان کې له ټولو دولتي کار کوونکو غوښتنه شوې، چې په ټاکنيزو مبارزو پورې اړوند فعاليتونو کې دې په رسمي وخت کې ګډون نه کوي او همدارنګه د پروژې په پرانيسته او نورو رسمي محفلونو کې دې د نوماندانو له دعوته ډډه وکړي.

د فرمان په بله برخه کې راغلي، چې دولتي کار کوونکي مکلف دي، څو د خپلو دندو پر مهال د ټاکنو په اړه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه ترلاسه شوي معلومات پټ وساتي او نوماند، ګوند، يا د سياسي ګوندونو اېتلاف ته يې دې له ورکولو ډډه وکړي.

د دغه فرمان په دويمه ماده کې راغلي: ((هر وخت چې دولتي کار کوونکي د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې له درج شوو معلوماتو سرغړونه وکړي او د تثبيت شوې سرغړونې په اړه يې اثباتي اسناد او مدارک موجود وي، نو د عدلي تعقيب لپاره به اړوند مراجعو ته ور وپېژندل شي.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.