ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر ولايتي شورا ته کانديدان نا امنيو اندېښمن کړي

د لوګر ولايتي شورا ته کانديدان نا امنيو اندېښمن کړي

author avatar
8 Oct 2013 - 16:02
د لوګر ولايتي شورا ته کانديدان نا امنيو اندېښمن کړي
author avatar
8 Oct 2013 - 16:02

پل علم (پژواک ١٦ تله ٩٢): د لوګر ولايتي شورا ته ډېرى کانديدان اندېښنه څرګندوي، چې که  د دغه ولايت امنيتي وضعه په اوسنۍ بڼه پاتې شي، ښايي ځينو ولسواليو کې ټاکنې ونه شي او که وشي هم ، نو رڼې به نه وي.

د ولايتي شورا رييس او راتلونکې شورا ته کانديد ډاکټر عبدالولي (وکيل) پژواک اژانس ته وويل، دوی به هغه وخت پر رڼو ټاکنو باوري وي، چی له ټاکنو مخکې امنيت تامين شوی وي.

نوموړی وايي: ((زه د دې ولايت اوسني امنيتي وضعيت ته په کتو ډېر اندېښمن يم دا ځکه چې اوسمهال د ولايت په ډېرو سيمو کې وسله وال فعاليت لري او هغوی کولای شي نا امني جوړه کړي.))

د وکيل په خبره، د خروار، څرخ، ازرې، بره کي برک ولسواليو په ۸۰ سلنه کليو کې ټاکنې ناشونې او د مرکز په شمول د نورو ولسواليو په ځينو سيمو کې ټاکنې نه شي کېداى.

 د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولايتي شورا کانديد ولي خان صميم هم اندېښنه لري او وايي چې د لوګر امنيتي حالت ورځ تر بلې په خرابېدو دى، په ډېرى سيمو او ولسواليو کې ټاکنې ناشونې دي.

هغه زياتوي، د ازرې ټولې لارې تړلې، دغه راز د خروار، څرخ او بره کي برک ولسواليو يواځې ودانۍ د دولت په واک دي.

هغه له امنيتي ادارو غوښتنه کوي، چې ټاکنو ته ښه شرايط برابر کړي او امنيتي خطرونه له منځه يوسي.

د ولايتي شورا کانديد او د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي شوکت ستانکزی وايي، که د لوګر په نا امنو ولسواليو کې امنيت ښه نه شي ټاکنې ناشونې دي که د ټاکنو مرکزونه هم پرانيستل شي نو پرېمانه درغلي به وشي.

 د ستانکزي په وينا، د لوګر د مرکز ډېرې سيمې نا امنه دي او دغه راز له اوو ولسواليو په څلورو هغو کې يې ټاکنې هېڅ امکان نه لري چې وشي او که وشي هم کانديدان به درغلي وکړي.

 د ولايتي شورا د کانديدانو تر څنګ خلک هم وېره لري، چې په لوګر کې به د ټاکنو پر وړاندې امنيتي خنډ د دې لامل شي، چې يا ټاکنې ونه شي او يا به هېڅ رڼې نه وي.

 د لوګر ځيني اوسېدونکي دا شکايت هم لري، چې په سيمه کې يې د عامه پوهاوي پروګرام کمزورى دى او هم د کارت اخيستلو مرکزونه له کليو لرې د ولسواليو په مرکزونو کې جوړ شوي دي.

د پل علم اوسېدونکې او د ولايتي شورا کانديده فوزيه امين طاهر زاده هم امنيتي ستونزې د ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ بولي او زياتوي، که امنيت ټينګ نه شي نه به کانديدان کمپاين وکړاى شي او نه به خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.

 د لوګر د ولايتي ادارې چارواکي د کانديدانو اندېښـنې بې ځايه بولي او زياتوي،امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري، چې هم د کانديدانو ساتنه وکړي او هم د ټاکنو په ورځ امنيت خوندي کړي.

 د لوګر د والي وياند دين محمد (دروېش) پژواک ته وويل، دوی له همدا اوسه پر داسې ځانګړي امنيتي پلان کار کوي، چې له مخې به يې په ټول لوګر کې کانديدانو ته د کمپاين زمينه برابره کړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.