جلال اباد_غزني_کابل (پژواک ١٦ تله ٩٢): امنيتي چارواکي وايي، چې په بېلابېلو پېښو کې ١٢ تنه وژل شوي، ١٢ نور ټپيان دي او اته وسله وال ژوندي نيول شوي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار يې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د شاهين ١٩ په نوم عمليات پيل کړل.
د نوموړي په وينا، چې په دغو عملياتو کې پنځه وسله وال وژل شوي، شپږ نور ټپيان دي او دغه راز دوه د اردو سرتېري هم ټپيان شوي دي.
د سيمې اوسېدونکى نبي ګل بيا وايي، چې د نن سهار په ياده جګړه کې دوه عام وګړي هم ټپيان شوي دي.
دغه راز د ميدان وردګو ولايت د رسنيو له دفتره پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال اته وسله وال ژوندي نيولي دي.
خبر پاڼه زياتوي، څلور وسله وال د ميدان ښار اړوند په باقي خېلو او څلور نور د سيداباد ولسوالۍ په شاګل خېلو کې نيول شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې تېر مازديګر د بهسود په لومړۍ سيمه کې د کرولا موټر د چپه کېدو په پېښه کې درې تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
د خبرپاپاڼې له مخې، په مړو کې دوه مېرمنې او يو لس کلن ماشوم شامل دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې تېر مازديګر د ميدان ښار اړوند سيمه کې د يو ودانيز شرکت موټر په ځمکني ماين وخوت او درې کسه په کې ووژل شول.
د خپرپاڼې له مخې، دغه کسان د ده پاک په سيمه کې د خپلې پروژې ليدنې ته ور روان و، چې ماين پرې وچاود.
دغه راز يو بل خبر وايي، چې نن سهار د غزني ښار اړوند د حکيم سنايي په سيمه کې چاودنې يو ملکي کس وواژه.
د غزني امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي وايي، ماين پر يوه بايسکل ځاى پر ځاى شوى و او د ريموټ په وسيله چاودنه ورکړل شوې ده.
انصافي زياتوي، په چاودنه کې نور زيان نه دى اوښتى خو د چاودنې د علت په اړه پوليسو پلټنه پيل کړې ده.
تر دې مهاله د يادو پېښو په اړه چا څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ننګرهار په شېرزادواو خوګياڼو ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
مجاهد وايي، په شېرزادو کې يې د حکومت درې سرتېري وژلي او اته يې ټپيان کړي، دغه راز په خوګياڼو کې يې يوولس عسکر وژلي او ګڼ شمېر ټپيان دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن