لښكرګاه (پژواك ۱۷ تلي ۹۲): د هلمند د ګرشك ولسوالۍ د ښوراب په سيمه كې پر پوليسو د موټربم ځانمرګى بريد شوى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستيال شاه محمد اشنا د تلې په ۱۷مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر د ښوراب په سيمه کې د واشير ولسوالۍ د پوليسو له موټر سره جنګولى دى.
اشنا وايي، چې د دواړو موټرو د ټکر په ترڅ کې چاودنه رامنځته شوې، چې له امله يې د يوه افسر په ګډون درې پوليس وژل شوي دي.
ده وويل، چې په دغه بريد کې څلور ملکي وګړي ټپي شوي چې د سيمې د اوسېدونکو او پوليسو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دوى په ګرشک کې پر بهرنيانو ځانمرګى بريد کړى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې هم په دې سيمه کې ځانمرګى بريد شوى و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن