کابل (پژواک ١٨ تله ٩٢): د ولسي جرګي وکيل عبدالقادر کوچي د کوچيانو په چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه دنده پيل کړه.
د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې، د عبدالقادر کوچي تجربو ته په پام سره به د چارو په ښه والي کې بهتري او سمون راشي.
عبدالقادر کوچى د فيروز خان زوى، د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ د بهراباد اوسېدونکى، د ولسي جرګې د ١٦مې دورې غړى او د ننګرهار د فوايد عامې د رييس په توګه يې دندې ترسره کړې ده.
کوچى وايي، ولسمشر ته به د کوچيانو په چارو کې مشورې ورکوي او د هغوى له ستونزو او اړتياوو به يې خبروي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، کوچيان ډېرې ستونزې لرې او په تېرو دوولسو کلونو کې ورته چندان پاملرنه نه ده شوې.
د ده په وينا، کوچيان په خپلو سيمو کې د زده کړو او روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى غواړي او دغه راز د هوسا ژوند لپاره کور او سرپناه ته اړتيا لري.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن