ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې لوګر کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

چاودنې لوګر کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
11 Oct 2013 - 12:39
چاودنې لوګر کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
11 Oct 2013 - 12:39

کابل(پژواک ١٩تله ٩٢) : د لوګر په مرکز پل علم کې د ماين چاودنې يو پوليس وواژه او د دوو ښځو په ګډون يې پنځه تنه ټپيان کړل. 

د لوګر دوالي وياند دين محمد درويش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې په پل علم کې د کابل بانک مخې ته پر ولاړ بايسکل د ځاى پر ځاى پر شويو    چاوديدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

دده په وينا، په دغه چاودنه کې د عامه نظم يو پوليس وژل شوى او دري نور ټپيان دي.

هغه وايي، چې دغه ټپيان د عامه نظم پوليسو روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي .

خو داحمد الله په نوم يو عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته  وويل، چې په دغه چاودنه کې د عامه نظم د پوليسو ترڅنګ، دوې ښځې هم ټپيانې شوي دي .

د لوګر دمرکزي روغتون   ډاکټر سميع الله وايي، چې له يادې چاودنې  ټپي شوې ښځې دې روغتون ته وروړول شوي او ټپونه يې ژور نه دي .

د يادې چاودنې مسووليت  تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخستى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.