ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس کې د سړک جوړونې د شرکت څلور کارګر تښتول شوي

بادغيس کې د سړک جوړونې د شرکت څلور کارګر تښتول شوي

author avatar
12 Oct 2013 - 14:10
بادغيس کې د سړک جوړونې د شرکت څلور کارګر تښتول شوي
author avatar
12 Oct 2013 - 14:10

هرات (پژواک ٢٠ تله ٩٢): چارواکي وايي، چې د هرات په کشک کهنه کې درې پوليس وژل شوي او بل خوا په بادغيس کې د سړک جوړونې د يوه شرکت څلور کارګر تښتول شوي دي.

  د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وسله والو له خوا پر يوه پوستې د بريد په پايله کې دوه پوليس وژل شوي دي.

 هغه زياته کړه، دغه پېښه نن سهار رامنځ ته شوه او په ترڅ کې يې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو ده يې شمېره ونه ښوده.

احمدي زياتوي، نن سهار په کشک کهنه ولسوالۍ کې يو پوليس د ماين په چاودنه کې هغه مهال ووژل شو، چې موټرسايکل يې پر ځمکني ماين وربرابر شو.

د يو بل خبر له مخې، پرون ماښام په بادغيس کې د سړک جوړونې د يوه شرکت څلور کاګر، چې د هرات-بادغيس د لويې لارې د جوړولو په پروژې کې يې کار کاوه، هم تښتول شوي دي.

 په هرات کې يوې امنيتي سرچينې، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، چې دغه کسان د هرات په کرخ ولسوالۍ کې تښتول شوي دي.

 سرچينه زياتوي، دغه کارګر د جمعې له رخصتۍ تېرولو وروسته بېرته خپل د کار ځاى ته روان وو، چې په لاره کې وسله والو له موټره ښکته کړي دي.

د هرات او بادغيس تر منځ لاره د افغانستان د حلقوي سړک برخه ده، چې د ناامنۍ له امله يې کار له تېرو څلورو کلونو ځنډېدلى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د هرات په شينډنډ کې د پوليسو پر ګزمې بريد کې د څلورو پوليسو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده، خو د کشک کهنه او کرخ د پېښو په تړاو يې څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.