ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميانو نوى والي وټاکل شو

د باميانو نوى والي وټاکل شو

author avatar
13 Oct 2013 - 18:11
د باميانو نوى والي وټاکل شو
author avatar
13 Oct 2013 - 18:11

کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٢): د سيمه ييز ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د ولسمشرۍ د حکم له مخې، لوى پاسوال غلام علي وحدت د باميانو ولايت د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.

له يادې ادارې څخه نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړى له غوره کاري تجربو څخه برخمن دی او هيله لري، چې په باميانو کې به د بيارغونې، ښې حکومتوالۍ او د خلکو او دولت د نږدې کولو کار ته ادامه ورکړي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دې ولايت د پخوانۍ والي ډاکټرې حبيبې سرابې د کارونو ستاينه کړې او زياته يې کړې يې ده: ” نوموړې وکړای شول په خپلو غوره خدمتونو سره د حکومتوالۍ په چارو کې د ښځو وړتيا او اهليت ثابت کړي.”

ډاکټر حبيبه سرابي په راروانو ولسمشريزو ټاکنو کې، ډاکټر زلمي رسول د خپلې دويمې مرستيالې په توګه ټاکلې ده؛ د هغه لومړى مرستيال د ملي جبهې مشر احمدضياء مسعود دى.

باميان د افغانستان د مرکز مهم تاريخي ولايت دی، امنيت په کې ټينګ دى او ګڼ شمېر کورني او بهرني ګرځنډويان هره ورځ د دې ولايت له تاريخي سيمو ليدنه کوي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.