کابل (پژواک ٢١ تله ٩٢): ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په يوه کتنه کې، د تروريزم پر خلاف د پاکستان او افغانستان د صادقانه همکاريو پر اهميت ټينګار وکړ.
د ولسمشر د ويندوى له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي تېره ورځ د دويم ځل لپاره له مـولانا فضل الرحمن سره په ارګ کې وکتل.
سرچينه ليکي، چې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان تر منځ د همکاريو پر پراختيا، د سيمې پر حالاتو، له افراطيت سره د مبارزې پر لارو چارو او په سيمه کې د امن او سولې پر راوستلو خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د تروريزم پر خلاف د دواړو هېوادونو د همکاريو پر اهميت د ټينګار په ترڅ کې ويلي چې له دې پديدې د خلاصون يوازېنۍ لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ د صادقانه همکارۍ پياوړتيا ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزي له مولانا فضل الرحمن څخه غوښتي چې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفينو او د سولې د عالي شورا تر منځ د مذاکراتو د ترسره کېدو او د سولې د بهير د پر مخ بيولو په لاره کې همکاري وکړي.
سرچينه ليکي، چې مولانا فضل الرحمن د دې غوښتنې په ځواب کې ويلي چې د سولې د بهير د پر مخ بيولو په لاره کې به په اخلاص سره همکاري وکړي.
مولانا فضل الرحمن د پنجشنبې په ورځ ناوخته د ولسمشر کرزي په بلنه کابل ته راغلى او په همدې ورځ يې هم له ولسمشر کرزي سره کتلي وو.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن