ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي د کرکټ لوبغاړي وستايل

ولسمشر کرزي د کرکټ لوبغاړي وستايل

author avatar
13 Oct 2013 - 18:22
ولسمشر کرزي د کرکټ لوبغاړي وستايل
author avatar
13 Oct 2013 - 18:22

کابل (پژواک ٢١تله ٩٢ ) : ولسمشر حامدکرزي د کرکټ د ملي او د تنکيو ځوانانو د لوبډلو لوبغاړي  وستايل.
 د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې او د کرکټ د تنکيو ځوانانو د لوبډلې لوبغاړو د عربي متحده اماراتو او د کينيا هېواد د کرکټ لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره يې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال نړيوالو لوبو ته لاره وموندله .
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه ويل شوي ، په هغو مراسمو کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شول، حامدکرزي د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته ، چې په خپله وروستۍ سيالۍ کې د کينيا هېواد د کرکټ پر ملي لوبډلې، چې د کرکټ په برخه کې ۱۱۴ کاله سابقه لري د برياليتوب او د کرکټ د تنکيو ځوانانو د لوبډلې لوبغاړو ته، چې د ماليزيا په هېوادکې د عربي متحده اماراتو د هېواد د تنکيو ځوانانو پر لوبډلې باندې بری وموند، مبارکي وويله.
سرچينه زياتوي ، چې ولسمشر د کرکټ د دغو دواړو لوبډلو لوبغاړوته وويل: تاسو پخپلو نويو او ستر برياليتوبونو سره افغانستان د کرکټ نړيوالو سياليو ته و رساوه، چې دا د افغانستان د خلکو لپاره لوی عزت دی.
ولسمشر کرزي وويل ، چې  تاسو په خپلو دغو برياوو سره د افغانستان عزت او نوم لوړ کړ او په نړۍ کې مو ورته نيک نوم وګاټه.
حامدکرزي د کرکټ لوبغاړي وهڅول ، چې له خپلو برياوو سره سره دې تل هڅه وکړي، چې ځانونه له پخوا لازيات پياوړي کړي.
د سرچينې په خبره ، چې د دغو مراسمو په پای کې د کرکټ د ملي لوبډلې او د کرکټ د تنکيو ځوانانو د لوبډلې لوبغاړو، روزونکو، د کرکټ لوی رييس او همکارانو د لا هڅونې په نيت د  حامدکرزي له خوا د کرکټ د ملي لوبډلې او د کرکټ د تنکيو ځوانانو د لوبډلې هر لوبغاړي ته د غازي ميربچه خان عالي دولتي مډال، د ښار جوړونې وزارت د خواجه رواش پروژې د استوګنې په بلاکونوکې يو دوه اتاقه اپارتمان او سل زره افغانۍ نغدي مکافات او د کرکټ بورډ رييس او نورو همکارانو ته يې د غازي ميربچه خان عالي دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل شول.

د يادونې ده ، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، چې په متحده عربي اماراتو کې يې د کينيا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره نړېوالو جام ته لاره پيدا کړه، تېره ورځ هېواد ته راستنه شوه. 

د کرکټ ملي لوبډلې، د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کينيا لوبډلې ته په يوه شل اوريزه لوبه، دوه يوه ورځنۍ لوبو او په يوه څلور ورځنۍ لوبې کې سخته ماته ورکړه، خو له کينيا څخه يې په اخېرنۍ شل اوريزه لوبه کې ماتې وخوړه.

ټاکل شوې، چې د ٢٠١٥ زېږديز کال د ٥٠ اوريزو نړيوال جام سيالۍ په اسټراليا او نيوزيلېنډ هېوادونو کې تر سره شي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.