کابل ( پژواک ۲۴ تله ۹۲) : د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې د لوګر والي د قرآنکريم په نسخو کې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوى دى.
نن پژواک خبري اژانس ته ددغه رياست په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوى لومړنۍ پلټنې ښيي ، چې( ترهګرو) د اسلام حکمونو او د ټولو بشري موازينو پر خلاف، په دې کار لاس پورې کړى او په دې ډول يې د قرآنکريم او سپېڅلو ځايونو( جوماتونو) پر وړاندې خپله بې حرمتي ښودلې ده.
د ملي امنيت عمومي رياست هغه ويډيويي تصويرونه هم خپاره کړي، چې تر چاودنې وروسته د قرآن پاک سوځيدلې نسخې هم ليدل کيږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سيمه ييزو چارواکو ويلي و، چې چاودیدونکي توکي د لوګر د مرکز پُل علم جومات دلاسپیکر په مایکروفون کې ځای پرځای شوي وو او کله چې ارسلا جمال غوښتل وینا وکړي، نو د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه ورګړل شوه.
په دغه چاودنه کې د لوګر والي ارسلا جمال پر مهال ووژل شو او ۲۰ نور کسان ټپيان شول .
ولسمشر حامد کرزي، یو شمیر وزیرانو، والیانو ، وکیلانو، په کابل کې میشتو سفیرانو ، ایساف او ځینو نورو سازمانونو هم د ارسلا جمال وژل کیدل غندلي دي.
د یادونې ده ، چې د ارسلا جمال د وژلو مسوولیت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن