کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٢): د المان فدرالي جمهوريت په کابل کې خپل سفارت د “جدي امنيتي ګواښ” له امله تړلى دى.
ډايولټ آلمانۍ ورځپاڼې پرون (د تلې ٢٥مه) اعلان کړى، چې د دې هېواد سفارت وروسته له هغه چې د المان استخباراتي ادارې (BND) د هغوى پر وړاندې د يوه ترهګريز ګواښ خبردارى ورکړى، د څو ورځو لپاره تړلى شوى دى.
د المان د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې له فرانسوي اژانس (AFP) سره به خبرو کې په کابل د دې هېواد د سفارت بندېدل تاييد کړي دي، خو د دغې ډيپلوماتيکې نمايندګۍ پر وړاندې يې امنيتي ګواښ رد کړى دى.
د المان سفارت د کابل ښار په وزیر اکبرخان سيمه کې دی او شاوخوا يې کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.
المان په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې له امريکا او بريتانيا وروسته، ډېرى سرتېري لري چې شمېر يې ٤٤٠٠ ته رسېږي او زياتره يې د هېواد په شمال په ځانګړې توګه بلخ کې شتون لري.
د دې هېواد ٥٣ سرتېرو په تېرو ١٢ کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو پېښو کې ژوند له لاسه ورکړى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن