اسعداباد (پژواک ٢٨ تله ٩٢): په کونړ ولايت کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو يو افسر خپل ټانک سوځولى او له ٢٠ ميله وسلو سره تښتېدلى دى.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه د اختر په دويمه ورځ (د تلې په ٢٤مه) رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په سرکاڼو ولسوالۍ کې مېشت د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو يو افسر خپل پوځي ټانک (هام وې) شيګل ولسوالۍ ته وړى و.
د والي په وينا، کله چې په شيګل ولسوالۍ کې د سړک ساحه ختمېږي، نو دغه افسر ټانک ته اور اچوي او شل ميله بېلابېل ډول وسله يې له ځان سره تښتولې ده.
جلاله وويل، چې د شيګل ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران او سپين ږيري نن د ولايت مقام راغلي وو او ژمنه يې وکړه، چې د دغه افسر او د وسلو په پيدا کولو کې به مرسته کوي.
د ملي د فاع وزارت هم په کونړ ولايت کې د يوه سرتېري ورکېدا تاييد کړې، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.
خو په ختيځ کې د ملي اردو يوې سرچينې ويلي، چې ياد سرتېرى له وسلو سره له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن