ښرنه (پژواک ٢٨ تله ٩٢): د پکتيکا په مرکز او ځينو نورو سيمو کې د اختر د ورځو پر مهال په ترافيکي پېښو کې ١٧٥ کسان ټپيان شوي دي.
په ښرنه کې د ملکي روغتون يوه ډاکټر محمدرضا د تلې په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښې د موټر او موټرسايکلونو د ټکر او له سړک څخه د اوښتو له امله رامنځته شوې دي.
هغه زياته کړه، چې په تېرو شپږو ورځوکې د يادو پېښو له امله ټول ۱۷۵ تنه ټپيان شوي، چې ۱۵ تنه د سختو ټپونو له امله د پلازمېنې کابل روغتونونوته لېږدول شوي دي.
د ډاکټر رضا په خبره، چې د نورو ټپيانو درملنه د ښرنې په ملکي روغتون کې ترسره شوې او د ځينو يې لا هم روانه ده.
نوموړی وايي، چې د يادو پېښو اتيا سلنه د موټرسايکلونو د ټکرونو او غورځېدو له امله رامنځ ته شوې دي.
د روغتون دغه سرچينه د دې پېښو د رامنځ ته کېدو لوی لامل د وسايطو تېزه چلونه او د چلوونکو بې احتياطي په ګوته کوي.
د پکتيکا د ترافيکو چارواکو که څه هم په دې اړه څه نه دي ويلي، خوخلک وايي، چې د اختر په ټولو ورځو کې چلوونکو ډېره بې احتياطي کوله او د دوی ګړندی تګ د دې لامل شو چې دومره زياتې ترافيکې پېښې رامنځته شي.
د ښرنې اوسېدونکي او قومي مخور حاجي کلاخان حيران پژواک اژانس ته وويل، چې د ښرنې ښار په ګډون، ولسواليو ته پر غځېدلو لويولارو دلوی اختر په ورځو کې د وسايطو ډېره ګڼه ګوڼه ترسترګو کېده.
هغه زياته کړه: ((په خپلو سترګو مې وليدل چې د اختر په دويمه ورځ په ښرنه ښار کې لس ترافيکي پېښې وشوې، او پنځلس تنه يې ټپيان کړل.))
دی وايي، چلوونکي ترافيکي قوانين په نظر کې نه نيسي او ډېره بې احتياطي کوي.
دا په داسې حال کې ده، تېر کوچنی اختر هم په پکتيکا کې د ترافيکو پېښو له امله لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن