کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٢): د ولسمشرۍ د کانديد قيوم کرزي دويم مرستيال د دوه ګوني تابعيت د لرلو له امله د ولسمشرۍ د کانديدانو له نوملړ څخه وېستل شوى دى.
قيوم کرزي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپل لومړى مرستيال د کانونو او پټروليمو پخوانى وزير وحيدالله شهراني او دويم مرستيال محمد ابراهيمي قاسمي ټاکلي و.
د قيوم کرزي دويم مرستيال محمدابراهيم قاسمي پژواک خبري اژانس ته ومنله، چې نوموړي د کاناډا تابعيت درلود او همدا د دې لامل شو، چې له ياد نوملړه يې نوم حذف شي.
ده زياته کړه: “د ټاکنو په کمېسيون کې د نوم ليکنې پرمهال مې وغوښتل، چې له کاناډايي تابعيته تېر شم، خو دې پروسې شاوخوا دوه مياشتې وخت نيوه او د ټاکنو کمېسيون تر سبا پورې وخت راکړ، ترڅو دا تابعيت له لاسه ورکړم، چې دې کار په دې کمه موده امکان نه درلود.”
محمد ابراهيم قاسمي د حسين بخش زوى، په ١٣٣٦لمريز کال د ميدان وردګو ولايت د بهسودو ولسوالۍ په مرکز کې زېږېدلى دى. نوموړي ثانوي زده کړې په کابل کې په محمود طرزي لېسه په ١٣٥٥ کال کې بشپړې کړې دي، د اقتصاد د ليسانس سند يې له کابل پوهنتون څخه په ١٣٥٩ کې ترلاسه کړى دى.
قاسمي په کاناډا کې ٢١ کاله کډوال و او هلته د ١٥ کالو لپاره د افغانانو د اسلامي پوهنتون رييس و. هېواد ته له کډوالۍ بېرته راستنېدو سره سم په کابل پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځى استاد او بيا د ولسي جرګې په ١٥مه دوره کې د کابل د خلکو استازى او په ١٦مه دوره کې هم د دې جرګې غړى شو، خو د قيوم کرزي د دويم مرستيال په توګه يې د ولسي جرګې له غړيتوب څخه استعفا وکړه.
د نوموړي په وينا، دوى د خپل ټاکنيز ټيم يو بل کس او د ولسي جرګې غړى محمدنور اکبرى د قيوم کرزي د دويم مرستيال په توګه، نن د ټاکنو کمېسيون ته ورپېژندلى دى.
قاسمي وايي: “موږ د يوه ټيم خلک يو، فرق نه کوي، که زه وم يا بل څوک، په ګډه به خپل کانديد او ټيم ته کمپاين کوو.”
محمدنور اکبري د محمد اکبر زوى، چې په ١٣٤٢ لمريز کال د دايکنډي ولايت په خدير ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په خدير لېسه کې په ١٣٥٥ لمريز کال بشپړې کړي او په ١٣٥٨ کال د کابل پولي تخنيک څخه فارغ شوى دى. هغه د لېسانس سند په ١٣٧٤ لمريز کال او د ماسټرۍ سند په ١٣٧٦ لمريز کال دواړه د هند له جامعه مليه ډهلي پوهنتون څخه د ادبياتو په برخه کې ترلاسه کړى دى.
اکبري له ١٣٧٤ څخه تر ١٣٨١ لمريز کال پورې د تفاهم جريدې د مسوول مدير، په هند کې د افغانستان د سفارت د لومړي مرستيال، په جاپان کې د افغانستان د سفارت د مستشار مختار وزير، د همدې سفارت د مستشار او شارژدافير او همدارنګه د ولسي جرګې په تېره او اوسنۍ دوره کې د دايکنډي د خلکو استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.
د ټاکنو کمېسيون يوه سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته تاييد کړه، چې د ولسمشرۍ کانديد قيوم کرزى نن ورغلى و او خپل نوى دويم مرستيال محمد نور اکبري يې ورمعرفي کړى دى.
ده زياته کړه، د کرزي دويم مرستيال محمد ابراهيم قاسمي د کانديدۍ په شرايطو برابر نه و.
ده پرته له دې چې جزئيات ورکړي، وويل چې کمېسيون د اووه کانديدانو کارتونه بيا ارزوي.
تېره ورځ د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته تاييد کړې وه، چې دې وزارت د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو او څلورو مرستيالانو د بهرني تابعيت خبر ورکړى دى.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي، نن له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې په بېلابېلو برخو کې د کانديدانو د اسنادو ازرول دوام لري او د بهرنيو چارو وزارت له خوا هم دوى ته د ولسمشرۍ د کانديدانو د دويم تابعيت د څرنګوالي په اړه ټول معلومات وررسېدلي دي.
نوموړي هيله مندي وښوده، چې سبا د کانديدانو د اسنادو ارزول او د هغوى په اړه د کمېسيون څېړنې پاى ته ورسېږي او د کانديدانو مقدماتي نوملړ به خپور کړي.
ده زياته کړه: “زموږ څېړنه لا تراوسه هم روانه ده، موږ امېدوار يو چې تر سبا پورې په خير زموږ څېړنې خلاصې شي او سبا ته د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو مقدماتي لېست اعلان کړو.”
ټاکل شوې وه، تېره شنبه (د تلې٢٧مه) د کانديدانو مقدماتي نوملړ خپور شي، خو هوتکي يې د ځنډ لامل د کانديدانو د اسنادو کره ارزونه او د هغوى د دويم تابعيت په اړه د بهرنيو چارو وزارت له خواد معلوماتو په ورکولو کې ځنډ يادوي.
د ١٣٩٣ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه ٢٧ تنو او د ولايتي شوراګانو لپاره له ٣٠٠٠ ډېرو کسانو د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې نوم ليکنه کړې ده.
ټاکل شوې، چې په افغانستان کې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن