ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګيلان کې جومات سوځول شوى

په ګيلان کې جومات سوځول شوى

author avatar
22 Oct 2013 - 11:48
په ګيلان کې جومات سوځول شوى
author avatar
22 Oct 2013 - 11:48

غزني ښار (پژواک ۳۰ تله ۹۲): چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې يو جومات سوځولى، خو طالبان بيا دغه ادعا ردوي.

د ګيلان ولسوال محبوب الله سباوون د تلې په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې پرون مازديګر وسله والو د بختيار او ازاد کلا په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وکړ.

د نوموړي په وينا، د پوليسو او طالبانو تر منځ په يو نيم ساعته جګړه کې څلور طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

د ولسوال په خبره، طالبانو له جګړې د تېښې پر مهال د بختيارو په کلي کې يو لوى جومات ته اور واچاوه.

سباوون زياتوي، جومات په بشپړه توګه سوځېدلى او په کې لسګونه قران شريفونه هم سوځېدلي دي.

هغه زياته کړه، د کلي خلکو ورته ويلي، چې طالبانو په لوى لاس جومات ته اور واچاوه او له افغان طالبانو سره پاکستانيان هم ملګري وو.

 د سيمې يو اوسېدونکى، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي  پژواک اژانس ته ويلي، د کلي جومات يې مخپټو وسله والو وسوځاوه.

د سرچينې په وينا، کله چې وسله وال له کلي ووتل دوى غوښتل  اور مړ کړي، خو ونه توانېدل چې د اور مخه ونيسي.

 خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دغه ادعا نه مني او زياتوي، د سيمه ييزو پوليسو له لوري د راکټ توغول شوې مرمۍ د جومات په بوټو کې ولګېده ، چې له امله يې جومات اور واخيست.

نوموړى وايي، د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښته کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو ده يې شمېره ونه ښوده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.