ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د ولسمشرۍ د کانديدانو پر کمېدو خوښ دي

خلک د ولسمشرۍ د کانديدانو پر کمېدو خوښ دي

author avatar
23 Oct 2013 - 13:21
خلک د ولسمشرۍ د کانديدانو پر کمېدو خوښ دي
author avatar
23 Oct 2013 - 13:21

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): د کابل او يو شمېر ولايتونو اوسېدونکو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د هغې پرېکړې هرکلى وکړ او ويې وستايله، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو له لومړني نوملړه يې ١٦ کانديدان و ايستل.

د ١٣٩٣ لمريز کال د وري د١٦مې نېټې ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو لومړنى نوملړ پرون د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا اعلان شو.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ٢٧ کسانو ځانونه کانديد کړي وو، چې يو تن يې پخوا ايستل شوى او ١٦ نور يې پرون په اسنادو کې د ستونزو له امله و ايستل شول او د لسو کانديدانو لومړنى نوملړ اعلان شو.

د کابل او يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي د ټاکنو د کمېسيون د دې پرېکړې هرکلى کوي.

په کابل کې د ړندو د ټولنې مشر او د کابل د ړندو لېسې ښوونکى محمد احسان فياض د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو له لومړني نوملړه د ١٦ کانديدانو د نومونو ايستلو ته په ښه نظر ګوري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د کانديدانو شمېرې په زياتېدو سره رايې وېشل کېږي او په لومړي پړاو کې يوه کانديد نه شي کولى چې ډېرى رايې ترلاسه کړي.

نوموړي زياته کړه: ((کله چې نوملړ لوى وي، نو بيا رايه ورکوونکو ته د خپلې خوښې کانديد په پيدا کولو کې هم ستونزې وي.))

د استاد احسان په وينا، په نوملړ کې پاتې شوي کسان، پياوړي کانديدان دي او که چېرې له دې هم څو تنه تېر شي، نو د ټاکنو په لګښت کې به ډېر کموالى راشي.

د کابل ښار يوې اوسېدونکې نفيسې هم د کانديدانو د شمېر پر کمېدو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې بايد په وروستي نوملړ کې نور کسان هم و ايستل شي.

خو نوموړې هيله څرګنده کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دغه کار په قانوني او شفافه توګه ترسره کړى وي.

د جلال اباد ښار يو اوسېدونکى دوکاندار سيداجان وايي، چې د کمېسيون له دې پرېکړې وروسته به اوس دى په ټاکنو کې ونډه واخلي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ځل يې له همدې امله رايه نه وه کارولې، چې د کانديدانو لېست ډېر لوى و او خلکو نه شو کولى چې خپل کانديد په کې په اسانه پيدا کړي.

د کندوز ولايت يوه روڼ اندي ميرويس فياض پژواک اژانس ته وويل، چې دا د ډيموکراسۍ يوه برخه ده، چې په افغانستان کې هم پلې شوه.

د هغه په وينا، د ده په ګډون د افغانستان ډېرى خلکو د کمېسيون له دې پرېکړې خوښ او هرکلى يې کړى دى.

فياض زياتوي، چې ډېرى افغانان نالوستي دي او د ټاکنو په ورځ چې د رايو په پاڼه کې د کانديدانو شمېر زيات وي، نو هغوى د خپلې خوښې کانديد پيدا کولو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

ده زياته کړه: ((دا کار څو ګټې لري، يو خو دا چې لګښت کمېږي، بله دا چې پخوا په يوه صندوق کې سل رايې ځايېدې له دې وروسته به تر ٥٠٠ زياتې رايې ځاى شي.))

د باميانو ولايت يو اوسېدونکى محمد کريمي هم د ټاکنو د کمېسيون دغه اقدام چې له لومړني نوملړه يې د ١٦ کانديدانو نومونه ايستلي دي، ستايلى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دغه کسان چې له نوملړ  ايستل شوي، قانوني شرايط به يې نه وي پوره کړي او کمېسيون پر ځاى اقدام ترسره کړى دى.

خو نوموړي په لومړني نوملړ کې د يو شمېر جنګسالارانو پر شتون د اندېښنې څرګندونه وکړه او ويې ويل چې د ولسمشرۍ کانديدان بايد پاک او با صلاحيته خلک وي.

د کريمي په اند، فکر نه کوي چې د کمېسيون په دې پرېکړه کې سياسي ملحوظات په پام کې نيول شوي وي.

د هلمند ولايت اوسېدونکي هم له دې پرېکړې خوښ دي، د دغه ولايت د مرکز لښكرګاه يو تن اوسېدونکى جان محمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه کار سره د درغليو مخه نيول کېږي او د کمېسيون لګښتونه هم ورسره کمېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د پاتې کانديدانو اسناد هم بايد سم وپلټل شي ځکه چې د ده په وينا، کېداى شي هغوى هم ډېرې ستونزې ولري.

شېرزاد وايي، څومره چې کانديدان کم وي، هغومره يې خلکو او کمېسيون دواړو ته ګټې رسېږي.

هغه ټاكنو د خپلواك كمېسيون له مشرانو غوښتنه كوي چې په خپلو کارونو کې له روڼوالي څخه كار واخلي، له كوم نوماند څخه ملاټر ونه كړي او په ولايتونو كې دې د مسوولو كسانو په ګومارونو كې دقت وشي.

د لښكرګا ښار يو بل اوسېدونكى محمد غازي زاده بيا پر شوو پلټنو شک کوي او زياتوي، که چېرې سمه پلټنه شوې واى، کېداى شواى د کانديدانو شمېر پنځو ته راټيټ شوى واى.

د هغه په وينا، كه چېرې د ټاكنو خپلواك كمېسيون رښتيا هم خپلواك وي نو هېڅ يوه کس ته که هغه مرستيال وي او يا بل څوک له توپيره پرته دې پرېكړه او څېړنې دې وكړي تر څو په هره برخه كې پاك او د خلكو لپاره په ګټه اشخاص رامنځته شي.

د هرات ولايت د هروي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې ياسمين هم د ولسمشرۍ ټاکنو له لومړني نوملړ څخه د ١٦ کانديدانو د نومونو پر ايستلو خوښه ده.

هغې پژواک اژانس ته وويل، چې د غټ لېست پر مهال له سړي څخه د خپلې خوښې کانديد ورک کېږي او نه شي کولى په اسانه يې پيدا کړي.

خو نوموړې خواشيني څرګنده کړه، چې له لېست څخه يې يواځېنۍ ښځينه کانديده ايستلې ده او اوس په کانديدانو کې ښځې ونډه نه لري.

د ياسمين په وينا، په پاتې کسانو کې داسې خلک شته چې لاسونه يې د ولس پر وينوسره دي او په جنګي جرمونو هم تورن شوي دي.

د هرات د يوې دولتي ادارې مامور اقبال الدين وايي، چې کمېسيون د ١٦ کسانو د نومونو په ايستلو سره خپله خپلواکي ثابته کړه.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کمېسيون په دغه کار سره پر ټاکنو کې د دوى باور نور هم زيات کړ او خپل راتلونکي ته هيله من شول.

هغه زياتوي: ((کاشکې چې دغه لېست له لسو څخه څلور يا پنځو تنو ته راټيټ شوی واى، ځکه لس تنه هم زيات دي خو بيا هم ښه حرکت دی.))

نوموړي د هرات د ولايتي شورا له لېست څخه هم د ګڼ شمېر کسانو پر ايستلو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې ډېرو کانديدانو جعلي اسناد جوړ کړي وو.

د لغمان ولايت يو روڼ اندى نجيب الرحمن انقلابي وايي، چې دى د کمېسيون له دې پرېکړې سخت خوشحال شوى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې کمېسيون بايد له نوملړ څخه نور کسان هم ايستلي واى، ځکه څومره چې کسان کمېږي، همدومره روڼوالى زياتېږي.))

نوموړي نيوکه وکړه، د کانديدانو تر څنګ يې بايد پر مرستيالانو هم غور شوى واى، ځکه چې د ده په وينا، د ډېرو کانديدانو مرستيالان زياتې ستونزې لري.

د انقلابي په وينا، يو شمېر مرستيالان پر جنګي جرمونو او ځيني نور پر فساد تورن دي او دوى ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې د خلکو پر برخليک لوبې وکړي.

د غزني ښار يو اوسېدونکی اسدالله جلالزی وايي، چې له لېست څخه د ګڼو کانديدانو نومونه په ايستلو سره رايه ورکوونکي له سرګردانۍ څخه خلاص شول.

هغه زياته کړه، چې تېر ځل په لېست کې د ٤٠ کانديدانو نومونه وو، چې رايه ورکوونکي د خپلې خوښې کانديد پلټنو لپاره ډېر وخت تېرولو او سخت به سرګردانه وو.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د ټاکنو کمېسيون بايد خپلو څېړنو ته ادامه ورکړي، نو يو شمېر نور کسان هم له لېست څخه اوباسي.

د مزارشريف اوسېدونکي محمداجمل د کمېسيون له پرېکړې خوښ دى او زياتوي چې  ولسمشرۍ ته له کانديدېدو افغانانو ټوکې جوړې کړې وې.

نوموړي زياته کړه: ((د هر سړي به دې ته شوق کېده، چې ځان کانديد کړي، خو دې ته يې پام نه وي، چې ايا دی د ولسمشرۍ لياقت لري او که نه، خلک يې پېژني امکانات يې برابر دي بس روان شوى به وي او ځان به کانديد کړي.))

د سرپل ولايت د مرکز اوسېدونکي انجنير محمداشرف مخلص پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو په اړه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د پرېکړې ملاتړ کوي.

نوموړي زياته کړه، په کار ده، چې هر کانديد په هغو اصولو او قوانينو ځان پوره ثابت کړي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ټاکلي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.