پلخمري (پژواک، ٢ لړم ٩٢): په بغلان ولايت کې شپږ وسله وال طالبان او يو پوليس د نښتې په ترڅ کې وژل شوي او څلور نور پوليس او درې ملکي وګړي پکې ټپيان شوي دي.
دغه نښته د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ملاخېل سيمه کې تېره شپه رامنځ ته شوې ده.
د مرکزي بغلان امنيه قوماندان لومړي څارن سيدمير احمدزى وايي، چې شپږ وسله وال مخالفين هغه مهال له پښو وغورځول شول ، چې د دوى پر يوې امنيتي پوستې يې بريد وکړ.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې دي.
احمدزي زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو پوليس هم وژل شوى او څلور تنه نور ټپيان دي.
خو د ملاخېل سيمې يو سپين ږيرى ارباب نسيم وايي، چې يوه ښځه او دوه ماشومان هم د راکټ مرمۍ د ټوټو له امله ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د راکټ مرمۍ ټوټې د دوو کورونو پر کړکيو لګېدلي او دغه زيان يې رامنځته کړى دى.
ياد سپين ږيري وويل: ” د شپې دوه بجى وې، چې جګړه پيل شوه ، يو ساعت يې دوام وکړ او موږ په دې پوى نه شوو، چې راکټ د طالبانو او که د دولت له لوري وتوغول شو.”
وسله والو طالبانو تر دې مهاله څه نه دي ويلي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ياد ولايت له ناامنه ولسواليو څخه شمېرل کېږي، چې وسله وال مخالفين هم د يادې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې فعاليتونه کوي.
تېره مياشت يو پوليس او دوه وسله وال مخالفين د انارخېلو په سيمه کې د يوې جګړې په ترڅ کې وژل شوي وو او د لوى اختر په درېيمه ورځ د عامه نظم درې پوليس د يوه ماين د چاودنې له امله ووژل شول او طالبانو يې مسووليت پر غاړه اخيستى و.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن