اسعد اباد ( پژواک ٣ لړم ٩٢ ) : د کونړ ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې د لوګر د وژل شوي والي ارسلا جمال د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه.
ارسلا جمال د تېر لوى اختر په لومړۍ ورځ د اختر د لمانځه پر مهال د لوګر د مرکز پل علم ښار په مرکزي جومات کې د چاودنې له امله ووژل شو.
په دې چاودنه کې ، چې ١٧ نور کسان ټپيان شوي وو، امنيتي چارواکو لومړى ويلي وو، چې چاودېدونکي توکي په مايکروفون کې ځاى پر ځاى شوي وو، خو وروسته د ملي امنيت رياست وويل ، چې دا توکي د قران کريم په نسخو کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد کې د لړم په ٣مه، د جمعې تر لمانځه وروسته سلګونو تنو ديوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې د ارسلا جمال په وژلو کې د لاس لرونکو کسانو د نيولو او محاکمې غوښتنه وکړه.
دغه لاريون د اسعد اباد د مرکزي جومات او ددې ښار د کېرالې سيمې د مرکز ي جومات د سلګونو کسانو له خوا په لاره اچول شوى وو.
لاريون کوونکو د ارسلا جمال د وژلو د غندلو ترڅنګ د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه کوله، چې په دې دسيسه کې يې لاس درلود.
د لاريون يو تن مسوول مولوي فرمان الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په جوماتونو کې چاودنې د اسلام او د مسلمانانو دښمنان کوي.
هغه زياته کړه ، چې هېڅ يو مسلمان دغه ډول کړنې نه شي ترسره کولى.
د لاريون کوونکو يوبل تنظيموونکي ډګروال شاه محمود پژواک ته وويل ، چې په قران کريم چاودنې کول د مسلمانانو کار نه دى.
نوموړي له دولت څخه په کلکه وغوښتل ، چې د ارسلا جمال دوسيه دې سمه وڅيړي او په هېواد کې د جوماتونو او ملا امامانو امنيت دې خوندي کړي.
د يادونې ده ، چې تر دې مخکې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دا ډول لاريونونه شوي دي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن