ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اولمپيک ملي کمېټې مشر استعفا وکړه

د اولمپيک ملي کمېټې مشر استعفا وکړه

author avatar
26 Oct 2013 - 20:43
د اولمپيک ملي کمېټې مشر استعفا وکړه
author avatar
26 Oct 2013 - 20:43

کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٢): د اولمپيک د ملي کمېټې مشرجنرال ظاهر اغبر له خپلې دندې استعفا ورکړه.

نوموړي نن ناوخته پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د خپلې استعفا لامل، د هېواد د ورزش په ليکو کې راټوکېدونکې نااعلان شوې جګړه وبلله.

ده زياته کړه: “د افغانستان د ورزش په ليکو کې يوه نااعلان شوې جګړه د راټوکېدو په حال کې ده او زه نه غواړم د ورزشي ټولنې دغه ستر افتخارات د خپلې شخصي ګټوې په خاطر قرباني کړم، نو ومې غوښتل د ورزشکارانو د سترو ګټو په وړاندې خپل ځان قرباني کړم او نن رسمًا خپله استعفا وړاندې کوم.”

خو هغه د يادې نااعلان شوې جګړې په اړه جزئيات ورنه کړل.

ډګر جنرال ظاهر اغبر ته د اولمپيک کمېټې چارې د ١٣٨٨ لمريز کال د تلې له مياشتې ورتر غاړه شوې وې.

ويل کېږي د اولمپيک ملي کمېټې مرستياله فرشته فرخ، اوسمهال د دې ادارې چارې پرمخ وړي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.