ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني راکټي بريد زيان نه دى اړولى

د غزني راکټي بريد زيان نه دى اړولى

author avatar
26 Oct 2013 - 12:16
د غزني راکټي بريد زيان نه دى اړولى
author avatar
26 Oct 2013 - 12:16

غزني (پژواک ٤ لړم ٩٢): په غزني کې د ٢٠١٣ کال د مراسمو د تياري لپاره د ځانګړې غونډې پر مهال د ولايت پر ودانۍ دوه توغندي وويشتل شول ، چې له امله يې غونډه ګډوډه شوه، خو وروسته حالت بېرته عادي شو.

په دې غونډه کې د ګډون لپاره د کورنيو چارو وزير عمر داوودزى، د مشرانو جرګې مرستيال محمد عالم ايزديار، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشره سيما سمر، يو شمېر چارواکي، د ولسي او مشرانو جرګو ځينې استازي هم ورغلي وو.

د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غونډې پر مهال مخالفينو دوه توغندي د ولايت پر ودانۍ وتوغول، خو زيان يې نه دى اړولى.

نوموړى زياتوي، يو توغندى د و لايت د ودانۍ تر څنګ او دويم يې د ودانۍ مخ ته پر سړک ولګېد، خو ځاني زيان نه لري.

د احمدي په خبره،امنيتي ځواکونه د توغنديو د ويشتل کېدو سيمې ته رسېدلي او د دغه کار د عاملينو د نيول په هخه کې دي.

غونډه سهار نهه بجې د ولايت مقام په تالار کې پيل شوه او شاوخوا لس بجې د غزني ښار له لوېديځ لوري د ولايت پر ودانۍ دوه توغندي وتوغول شول، په لومړيو کې داسې ګومان کېده چې کومه چاودنه  ده.

خو د غونډې په ترڅ کې د کورنيو چارو وزير عمر داوود زي وويل،  د غزني د ٢٠١٣ کال مراسم به په خوندي او امن فضا کې شاوخوا يوه مياشت وروسته ترسره شي.

هغه د دولت له مخالفو وسله والو وغوښتل، چې دغه ملي او اسلامي مراسم ګډوډ نه کړي او په دې ورځ له نا امنۍ لاس واخلي.

غزني ښار په ٢٠٠٧ کال د ليبيا په طرابلس کې د اسلامي هېوادونو د کولتور وزيرانو له لوري په ٢٠١٣ کال د اسلامي تمدن پلازمېنه ونول شو، چې لومړي مراسم يې د روان کال د وري په مياشت کې او وروستي هغه به يې د لړم مياشتې په وروستيو کې تر سره شي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده وايي،د نن غونډې ته يې ځانګړې تياري نيولې وه، د ولايت په ودانۍ کې يې د افغانستان څلوېښت متره بيرغ پورته کړ او د سولې غوښتنې په پلمه يې څلوېښت کوترې هوا ته خوشې کړې.

د نن د مراسمو يو ګډونوال انجنير حبيب الله وايي،  د غونډې په پاى کې تفريحي پرواګرمونه هم ترسره شول، چې په کې لوبې او اتڼونه شامل وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.