ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

د اوو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
27 Oct 2013 - 13:45
د اوو وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
27 Oct 2013 - 13:45

هرات-چاريکار (پژواک ٥ لړم ٩٢): چارواکي وايي، چې د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې اوه وسله وال وژل شوي او بلخوا په پروان کې دوه تنه له چسپکي ماينونو سره نيول شوي دي.

د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال د لړم په ٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ مرستيال ولسوال مولوي عبدالرزاق له خپلو شپږو ملګرو سره وژل شوى دى.

ميرزکوال زياتوي، وسله والو تېره شپه د مورچاق پر امنيتي پوسته بريد وکړ، چې په پايله کې يو پوليس او يو د سيمې اوسېدونکى ټپيان شوي، خو روغتيايي حالت يې ښه دى.

 نوموړي زياته کړه، په دې يو ساعته جګړه کې د بريد کوونکو وسلې او مهمات هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

تېره اونۍ د بادغيس په بالامرغاب کې د وسله والو په يوه بريد کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي وو او يو ټپي شوى دى.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې په بريد کې يې درې پوليس وژلي، خو د دوى ملګرو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د يو بل خبر له مخې، په پروان کې يې دوه تنه، چې غوښتل يې د بهرنيو ځواکونو د تېلو د اکمالاتو پر ټانکر مقناطيسي ماينونه ونښلوي، نيولي دي.

د پروان د امنيه قوماماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر سمونوال لطف الرحمان رشاد پژواک ته وويل، چې دغه دوه تنه نن د پروان د مرکز اړوند په جنګل باغ سيمه کې له يو موټرسايکل او دوو مقناطيسي ماينونو سره نيول شوي دي.

د هغه په وينا، دغه کسان چې د پروان اوسېدونکي دي، هغه مهال ونيول شول، چې پر موټرسايکل ، د بهرنيو ځواکونو د تېلو د اکمالاتو پر يو ټانکر پسې روان وو او غوښتل يې چې پر ټانکر مقناطيسي ماينونه ونښلوي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.