ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال کې د ټاکنو پر وړاندې امنيتي ګواښونه نشته

په شمال کې د ټاکنو پر وړاندې امنيتي ګواښونه نشته

author avatar
27 Oct 2013 - 16:23
په شمال کې د ټاکنو پر وړاندې امنيتي ګواښونه نشته
author avatar
27 Oct 2013 - 16:23

مزارشريف (پژواک ٥ لړم ٩٢): د  شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، چې په دغه زون کې د ټاکنو پر وړاندې هېڅ ډول احتمالي ننګونې نشته.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون د ملي اردو د عمومي قوماندانۍ د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا د لړم په ۵مه په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې د راتلونکو ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره يې چارې روانې دي.

نوموړي، چې په مزارشريف ښار کې د بيان شمال په نوم د رسنيز مرکز د پرانيستې په ترڅ کې يې خبريالانو ته په لنډه خبري ناسته کې خبرې کولې، زياته کړه، چې دوی د شمال زون له ټولو امنيتي ارګانونو سره په ګډه د راتلونکو ټاکنو د امنيت د ټينګښت په موخه کار کوي.

نوموړي زياته کړه، چې په شمال زون کې پر بدخشان سربېره کندوز، بغلان او سرپل ولايتونه په نسبي توګه يو نيم ځای له احتمالي ګواښونه سره مخ دي؛ خو په ټوله کې د دغه زون امنيت خورا ډاډمن دی.

د هغه په وينا، دوی په ټول زون کې د ټاکنو پر مهال له هېڅ ډول احتمالي ننګونې سره مخ نه دي.

د شاهين قول اردو قوماندان وويل، چې دوی دمګړۍ د ټاکنو د کارتونو د وېش په پروسه کې له هېڅ ډول ستونزې سره مخ شوي نه دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو له کمېسيون سره يې د کارتونو د وېش په برخه کې پوره همکاري کړې ده.

د هغه په وينا، د شمال زون ټول اوسېدونکي بايد د ټاکنو کارتونه ترلاسه کړي او په ډاډه زړه په ټاکنو کې د برخې اخيستو لپاره انتظار وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.