ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې چاودنې يوه اوه کلنه نجلۍ ووژله

په کابل کې چاودنې يوه اوه کلنه نجلۍ ووژله

author avatar
27 Oct 2013 - 11:34
په کابل کې چاودنې يوه اوه کلنه نجلۍ ووژله
author avatar
27 Oct 2013 - 11:34

کابل (پژواک ٥ لړم ٩٢): د کابل ښار د احمد شاه بابا مينې په ساحه کې د ماين چاودنې يوه اوه کلنه نجلۍ ووژله او د ملي اردو پنځه منسوبين يې ټپيان کړل.

د ملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دا پېښه نن سهار رامنځته شوې ده.

سرچينه وايي، چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې څه نه دي ويلي.

د کابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمست ستانکزى  وايي، چې ياده چاودنه د کابل ښار د احمد شاه بابا مينې په ساحه کې د ملي اردو د منسوبينو پر يوه موټر شوې ده.

ستانکزي پژواک ته وويل، چاودېدونکي توکي په يوه بوشکه کې ځاى پر ځاى شوي وو، چې د ملي اردو د منسوبينو د موټر پر وړاندې وچوول شول.

سرچينه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يوه اوه کلنه نجلۍ وژل شوې او د ملي اردو پنځه منسوبين ټپيان دي.

ستانکزي وويل، چې د پېښې په تړاو د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.

وسله والو طالبانو د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته په استول شوي برېښناليک کې  ويلي،  چې چاودنه يې  د دفاع وزارت د کار کوونکو پر کاسټر موټر ترسره کړې ده.

مجاهد ادعا کوي، چې په دې پېښه کې يې د دفاع وزارت شپږ افسران وژل شوي، خو نورو کسانو ته زيان نه دى رسېدلى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.