شبرغان (پژواک ٦ لړم ٩٢): د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال له خپلو درېيو ملګرو سره نيول شوى دى.
د جوزجان امنيه قوماندان سمونوال فقيرمحمد جوزجاني وايي، چې ياد ولسوال قاري جاويد نومېږي او تېره شپه د ايساف ځواکونو د عملياتو پر مهال داقچې ولسوالۍ په عمران خان کلي کې نيول شوى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو عملياتو کې له چورلکو ګټه اخيستل شوې او د ايساف ځواکونو له خوا درې تنه نور چې د قاري جاوېد ملګري دي، هم نيول شوي دي.
د سيمې يو اوسېدونکى محمد ايشان وايي، چې قاري جاوېد په اقچې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر ضد عمليات پلانول او مشري يې کوله.
هغه ادعا کوله، چې طالبانو د همدغه ولسوال په امر، له خلکو عشر او زکات راټولاوه.
ايساف او طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه ده ويلي.
ديادونې ده، درې مياشتې وړاندې د ايساف ځواکونو په عملياتو کې ١٨ وسله وال مخالفين وژل شوي او اته نور د يادو ځواکونو له خوا نيول شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن