ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د بې کيفيته تېل جوړولو فابريکه کشف شوه

هلمند کې د بې کيفيته تېل جوړولو فابريکه کشف شوه

author avatar
28 Oct 2013 - 14:45
هلمند کې د بې کيفيته تېل جوړولو فابريکه کشف شوه
author avatar
28 Oct 2013 - 14:45

لښكرګاه (پژواك ۶ لړم۹۲): د هلمند په مركز لښكرګاه كې د ملي امنيت منسوبينو هغه فابريكه كشف کړې او مسوولين يې نيولي، چې له بېلابېلو موادو يې په ټيټ كيفيت ډېزل  جوړول.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك د لړم په ۶مه پژواك اژانس ته وويل، چې دغه فابريكه دوه ورځې وړاندې د لښكرګاه ښار په احمدشاهي مېنه كې په يوه كور كې کشف شوه.

د ده په خبره، د حاجي محمدولي په نوم يوه تن د مسلكي كسانو په مرسته، چې له ګريسو، ګچو، تېزابو او خاورو له مخلوطه د ډېزلو په څېر مواد جوړول او بيا يې له باكيفيته ډېزلو سره تر ګډولو وروسته پلورل.

نوموړي زياته كړه، دغه كار د خلكو اقتصاد ته زيات زيان رسولى و او د موټرو تخنيكي ستونزې يې زياتې کړې وې.

د ځواك په خبره، د ملي امنيت منسوبينو له ياد كور څخه ۵۹ بېرله بې كيفيته ډېزل، ۱۲ بېرله تېزاب، ۲۵۰ بېرله چې ګريس، يو خالي ټانكر، د دغو توکو د ګډولو وسايل او يو د برېښنا ماشين ترلاسه كړي دي.

نوموړي وويل، په دې تور نيول شوى كس محمد ولي اوس مهال تر پوښتنو لاندې دى.

د ملي امنيت يوې سرچينې پژواك خبري اژانس ته وويل، په دغه كار كې شامل مزدوران يې خوشې كړي او يو ايرانى تبعه چې په دغه كار كې شريك دى تر اوسه نه دى نيول شوى.

د هلمند د انحصاراتو امر حاجي شاولي زمينداورى وايي، دوى د څار كمېسيون لري، د تېلو له پمپونو څارنه كوي كه يې تېل بې كيفيته وي بندوي يې.

زمينداوري زياتوي، همدا اوس ډېر چلوونكي شكايت كوي، چې په بازار كې بې كيفيته تيل پلورل كېږي.

ده زياته كړه، كشفي او عدلي ارګانونه كولى شي د دغه ډول كار عاملينو ته سزا وركړي تر څو په راتلونكي كې د ناوړه کارونو مخه ونيول شي.

د همدغه امريت ځيني مسوولين وايي، كله كله د دا ډول تېلو د پلورونكو پر وړاندې جدي عمل نه شي كولى ځکه د هغوى تر شا داسې خلك درېږي چې د دوى زور پرې نه رسېږي.

 موټر چلوونكي هم له عدلي ارګانونو څخه غوښتنه كوي،چې نيول شويو كسانو ته د قانون له مخې سزا وركړي.

د بلال احمد په نوم يوه ټكسي چلوونكي وايي، د همدغو خرابو تېلو له امله موټر ډېر ژر په عوارضو راشي، پخوا به يو ډېزل پمپ درې کاله کار کاوه خو اوس په يو کال کې خراب شي.

 تېل پلورونکي هم شکايت کوي او وايي، چې موټر چلوونکو پرې ډېر باور نه کوي او ډېر وخت يې تېل نه خرڅېږي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.