کابل (پژواک ٦ لړم ٩٢): ولسمشر حامد کرزى نن غرمه د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پنځه ورځني رسمي سفر لپاره لندن ته روان شو.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر به د دغه سفر په لړ کې د اسلامي نړۍ په اقتصادي مجمع او د افغانستان، پاکستان او برېتانيا د مشرانو په درې اړخيزه ناسته کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې حامد کرزى به د اکسفورډ په پوهنتون کې وينا وکړي او د هغه هېواد له پوځي اکاډمۍ څخه به هم ليدنه وکړي.
د سرچينې په وينا، ولسمشر به د دغه سفر په ترڅ کې د برېتانيا له لومړي وزير ډېوېډ کامرون، د دفاع له وزير فيلېپ هاموند، د نړيوالې پراختيا له وزير جستين ګرنينګ او د دغه هېواد له نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.
له ولسمشر کرزي سره په دغه سفر کې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، په نړيوالو چارو کې د ولسمشر سلاکار يحيی معروفي، د سولې د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني او د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ارشاد احمدي ملګرتيا کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن