کابل (پژواک ٧ لړم ٩٢): د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، د افغانستان، پاکستان او انګلستان ګډه غونډه افغانستان ته سوله نه شي راوستى او زياتوي چې افغانستان بايد پاکستان ته د سولې راوستو لپاره عذر ونه کړي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ لندن ته تللى او نن د افغانستان، پاکستان او انګلستان د مشرانو تر منځ درې اړخيزه غونډه کې برخه اخلي.
ټاکل شوې په دې ناسته کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت او د تروريزم پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي.
دغه راز د کرزي وياند ويلي، چې په دې ناسته کې به د لوړپوړي طالب چارواکي ملا عبدالغني برادر په اړه له پاکستان څخه وضاحت وغوښتل شي او ترې وبه غواړي، چې د سولې په پروسه کې عملي او صادقانه همکاري وکړي.
پاکستان ويلي، چې ملا برادر يې له زندان څخه خوشى کړى خو طالبانو ويلي، چې هغه تر اوسه زنداني دى.
د يادې درې اړخېزې غونډه په اړه نن په مشرانو جرګه کې بحثونه وشول.
د زابل استازي محمد داود حساس نن د دې جرګې په غونډه کې وويل، چې افغانستان تر دې وړاندې څو ځلې د سولې د ټينګښت په برخه کې له پاکستان او انګلستان سره خبرې کړې خو کومه ښه پايله يې نه ده لرلې.
هغه زياته کړه: ((دا ځل هم بايد موږ کومه تمه ونه لرو، چې دا خبرې دې نتيجه ورکړي.))
حساس وايي، چې افغانستان بايد پاکستان ته د سولې د ټينګښت په برخه کې عذر ونه کړي.
هغه زياته کړه، چې افغان دولتي چارواکي بايد له نړيوالې ټولنې وغواړي تر څو پر پاکستان فشار راوړي، چې له افغانستان سره د سولې په راوستو او د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي.
هغه دا هم وويل، چې حکومت بايد د طالبانو پر وړاندې خپل دريځ بدل کړي ځکه چې په طالبانو کې ډېر داسې کسان شته، چې يو ځل د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي خو بېرته طالبانو ته ورغلي دي.
د باميانو استازى هدايت الله رهايي هم وايي، چې ياده درې اړخيزه غونډه د افغانستان لپاره مثبته پايله نه شي لرلى.
هغه وايي، چې د افغانستان د امنيت د ټينګښت لپاره بايد په بهر کې پلانونه ونه نيول شوي ځکه چې په بهر کې ټولو جوړو شوو پلانونو تر اوسه افغانستان کې ښه پايله نه لرله.
هغه زياته کړه: ((د لندن پر ځاى بايد په افغانستان کې د هېواد د امنيت د ټينګښت لپاره غونډه جوړه شوې واى ځکه نا امني دلته ده نه هلته.))
ده هم وايي، چې افغانستان بايد پاکستان ته د سولې د راوستو لپاره د عذر کولو پر ځاى په خپله د سولې د ټينګښت لپاره يوه مناسبه لار پيدا کړي.
په ياده جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن د يادې درې اړخيزې غونډې په اړه وويل، چې انګلستان او پاکستان هېڅکله په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت پلوي نه دي.
هغې زياته کړه: ((نو افغانستان ته هم په کار ده، چې انګلستان او پاکستان ته د امنيت د راوستو لپاره خوش خدمتي ونه کړي.))
روشن وايي، چې پاکستان اوس هم افغانستان ته طالبان را لېږي او انګلستان افغانستان ته يوه تاريخي ستونزه، چې د ډيورند کرښه ده، پيدا کړې ده.
د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د جرګې غړو د غزني د تېرې ورځې پېښه په کلکه وغندله او عاملينو ته يې د سختې سزا غوښته وکړه.
د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وړمه ورځ ماښام د واده د مراسمو پر يو موټر د ماين په چاودنه کې ١٨ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، چې د غزني د تېرې ورځې پېښه د افغانستان د ټولو خلکو لپاره ډېره دردوونکې وه.
مسلميار له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښټ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن