ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٤ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

د ١٤ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
29 Oct 2013 - 15:36
د ١٤ وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
29 Oct 2013 - 15:36

 

هرات-جلال اباد-لښکرګاه (پژواک ٧ لړم ٩٢): امنيتي مسوولينو په هرات، نورستان او هلمند ولايتونو کې د ١٤ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.

په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو وياند ډګروال نجيب الله نجيبي د لړم په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د شينډنډ ولسوالۍ د زېرکوه په سيمه کې عمليات ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو پر مهال څلور وسله وال وژل شوي، درې نور ټپيان دي، خو دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د زېرکوه سيمې يوه اوسېدونکي عبدالنبي پژواک ته وويل، چې د تېرې شپې په نښته کې دوه عام وګړي وژل شوي او څلور ژوبل دي.

د شينډنډ ولسوالۍ يوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د ملکيانو مرګ ژوبله تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

د يو بل خبر له مخې، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو په پايله کې اوو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو دريو ورځو راهيسې په کامدېش ولسوالۍ کې د ګډو ملي ځواکونو له خوا چاڼيز عمليات پيل شوي وو.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو په پايله کې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

ده وويل، چې په عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

سرچينه زياتوي، چې د عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو يو شمېر وسلې او مهمات هم نيولي دي.

بلخوا د هلمند ولايت امنيه قومانداني وايي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال اسماعيل هوتک پژواک اژانس ته وويل، دا نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، چې کله وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.

دى وايي، چې په دې نښته کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو دوى هم په يو شمېر ولايتونو کې د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعاوې کړې دي.

 

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.