ګردېز (پژواک ٧ لړم ٩٢): د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې سلګونو کسانو د فساد ضد لاريون وکړ ، د څمکنيو او جاني خېلو تر منځ غځېدلې لويه لاره يې د څو ساعتونو لپاره وتړله.
لاريون کوونکو نن سهار د فساد ضد ليکل شوي شعارونه له ځان سره لېږدول او په خپلو ليکلو شعارونو کې يې د چارواکو محاکمه او د فساد د له منځه وړو غوښتنه کړې وه.
لاريون کوونکو غوښتنه کوله، چې په څو کلونو کې په څمکنيو کې ټولګټې پروژې نه دي ترسره شوي او د څمکنيو او جاني خېلو تر منځ د ۲۲ کيلومتره سړک د جوړېدو غوښتنه يې کوله.
دوی دا هم وويل ، که يې غوښتنې ونه منل شي په را روانو ټاکنو کې به برخه وانه خلي.
د دغه لاريون يوه سمبالوونکي حاجي رسول خان وويل، د جاني خېلو او څمکنيو تر منځ سړک،چې له څو کلونو راهيسې يې دولت د جوړېدو خبرې کوي تر اوسه نه دی جوړ شوی.
دی وايي، دولت خلک يواځې په وعدو تېر باسي، خلکو ته کار نه کوي او اداري فساد ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دى.
د لاريون يو بل ګډونوال محمدکريم وويل، په دولتي ادارو کې فساد اوج ته رسېدلی په خپله چارواکو د ډېرو پروژو مخه نيولې ده.
نوموړی وايي، اداري فساد د خلکو او ولس تر منځ فاصله زياته کړې او که چېرې دغه حالت همداسې روان وي ولس به له دولت څخه نوره هم فاصله ونيسي.
د پکتيا د فوايد عامې رييس انجنير عبدالله درانى وايي، چې د دغه سړک کار د “اى ار ډي” په نوم يوې نړيوالې موسسې پر غاړه اخيستى و، خو اوس يې د ناڅرګندو عواملو له کبله کارونه ځنډېدلي دي.
هغه زياتوي، دغه سړک څو ولسوالۍ سره نښلوي او د فوايد عامې وزارت د پلان له مخې به يې په نوي کال کې کار پيل شي.
د يادولو ده، دوه ورځې وړاندې هم د خوست_ ګردېز لويې لارې شاوخوا سيمو اوسېدونکو د دې لارې د کار ژر پای ته رسېدو په موخه لاريون کړی و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن