ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات له محبسه ٧٢ بنديان ازاد شول

د هرات له محبسه ٧٢ بنديان ازاد شول

author avatar
30 Oct 2013 - 15:55
د هرات له محبسه ٧٢ بنديان ازاد شول
author avatar
30 Oct 2013 - 15:55

 هرات (پژواک ٨ لړم ٩٢): د هرات د محبس مسوولين وايي، د لوی اختر د خوښۍ په مناسبت يې د ولسمشر د فرمان پر اساس د څلورو مېرمنو په ګډون ۷۲ بنديان ازاد کړل.

د هرات محبس مشر جنرال عبدالباقي بهسودي وايي، په خوشي شوو بنديانو کې سياسي او جنايي دواړه شامل دي، چې د بند ډېره موده يې بشپړ کړې وه.

 ازاد شوي بنديان په دې خوښ وو، چې خپلو کورونو ته ځي خو د زندان د ناوړه شرايطو په اړه يې شکايتونه لرل.

٣٣ کلن عنايت الله په محبس کې د ناوړه شرايطو له امله شکايت کاوه.

د ده په وينا، چې خواړه يې سم نه وو، ځاى يې تنګ او دغه راز په محبس کې قمار او د نشه يې توکو کارول عام شوي وو.

 يوه مياشت مخکې د هرات محبس شاوخوا ٢٠٠٠ بنديانو د يوې اونۍ لپاره له دې امله د نه خوړو اعتصاب وکړ، چې د محبس شرايط دې ښه شي او دوسيې دې نه ځنډول کېږي.

د ملا فضل حق په نوم يو تن، چې يوولس مياشتې يې په بند کې تېرې کړې پژواک ته وويل، چې د شينډنډ په ولسوالۍ کې له نهو نورو کليوالو سره پر نامعلوم جرم بندي و.

 د ده په وينا: ((موږ يې د ناقانونه وسلو لرلو په تور ونيولو، دا وسله مازديګر امنيتي ځواکونو راباندې وپلورله او ماښام يې د ناقانونه وسلو لرلو په تور ونيولو، په موږ تجارت وشو.))

 هغه زياته کړه، وسله يې د ځان ساتنې په نيت اخيستې وه، نه په دې نيت چې ناوړه ګټه ترې واخلي.

د هرات محبس مشر جنرال عبدالباقي بهسودي، چې تازه يې د محبس د مشرۍ دنده ترلاسه کړې دا ومنله، چې په محبس کې د ځاى له تنګوالي سره مخ دي، خو د ډوډۍ او خوړو سيستم يې جوړ کړى دى.

د بهسودي په وينا، د هرات محبس ودانۍ پنځوس کاله پخوا د ٨٠٠ بنديانو لپاره جوړه شوې، خو اوس تر ٣٠٠٠ زيات کسان په کې بنديان دي.

د نوموړي په وينا، په محبس کې نشه يې توکي کارول کېږي، خو زياتوي چې د روږدو کسانو د درمنلې پروګرام يې پيل کړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.