جلال اباد (پژواک ٨ لړم٩٢): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د تراکتور د چپه کېدو له امله ٣٠ تنه ټپيان شوي دي.
د خوګياڼو ولسوالۍ د روغتون امر ډاکټر نوراغا د لړم په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د خوګياڼو په ادوړ سيمه کې يو تراکتور چې شاوخوا ٧٠ تنه، ښځې، ماشومان او سړي په کې سپاره وو، چپه شوى دى.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٠ تنه ټپيان شوي چې د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
ډاکټر نوراغا وايي، ډېرى ټپيان ماشومان او ښځې دي چې لا هم په روغتون کې بستر دي.
د خوګياڼو يوه امنيتي مسوول پژواک اژانس ته وويل، چې ياد کسان په يوه واده کې تر ګډون وروسته بېرته خپلو کورونو ته روان وو، چې د ادوړ په چړايي کې يې تراکتور چپه شوى دى.
سرچينې زياته کړې، دا خلک کوچيان دي او له ادوړه لږ را وړاندې اوسېږي، د يادونې ده چې په تراکتور کې سپاره کسان د څو کورنيو غړي وو.
نوموړى وايي، چې له يوې خوا په تراکتور کې ګڼ خلک سپارل وو او له بل لوري د ادوړ پر چړايي ډېره کمه بې احتياطي هم د موټر د چپه کېدو لامل ګرځي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن