ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ټيټ کيفيته تېلو بله فابريکه کشف شوه

هلمند کې د ټيټ کيفيته تېلو بله فابريکه کشف شوه

author avatar
30 Oct 2013 - 13:11
هلمند کې د ټيټ کيفيته تېلو بله فابريکه کشف شوه
author avatar
30 Oct 2013 - 13:11

 لښكرګاه (پژواك ۸ تله ۹۲): د هلمند پوليس په لښكرګاه كې يوه بله د بې كيفيته تېلو جوړېدو فابريكه په داسې حال كې كشف کړه، چې درې ورځې وړاندې د ملي امنيت منسوبينو هم يوه فابريكه نيولې وه.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال جمعه ګل همت د تلې په ۸ مه پژواك ته وويل، تېره ورځ ناوخته پوليسو د معلوماتو او کشفي راپور پر اساس دغه فابريكه نيولې ده.

د ده په خبره، ياده فابريكې د لښكرګاه ښار د احمدشاهي مېنې په سيمه كې فعاليت كاوه، چې په ترڅ كې يې د فابريکې شپږ كار كوونكي نيولي خو مسوول كس يې په تېښته بريالى شوى دى.

نوموړى زياتوي، د فابريكې مسوول حاجي پاينده محمد نومېږي او اوسمهال يې پوليس د نيولو په لټه كې دي.

همت زياته کړه، پوليسو په دې فابريكه شپږ زره لېتره داسې تېل موندلي، چې له تېزابو، ګريسو او مبلينو له ترکيب څخه جوړېدل او بيا يې له باکيفيته تېلو سره ګډول.

د امنيت د امر په وينا، دغه كار په بازار كې عامو خلكو ته درانه زيانونه اړولي، چې عاملينو ته به يې د قانون له مخې سزا وركول كېږي.

نوموړي وويل، د پوليسو هڅې روانې دي ،كېداى شي دې ته ورته نورې فابريكې هم كشف او شنډې كړي.

 دغه راز په لښكرګا كې د انحصاراتو امر حاجي شاه ولي وايي، په دغه كار كې د پوليسو او امنيتي ځواكونو هڅې اړينې دي د هغوى له مرستې پرته به دغه ډول ناقانونه كړنې دوام ولري.

ده وويل، په بازار كې د ټيټ كيفيت تېلو د پلورونكو او چلوونكو تر منځ ستونزې راپورته كړې دي له دې امله يې د مخنيوې لپاره ګډو هڅو ته اړتيا شته.

د لښكرګاه ښار اوسېدونکي سميع الله پژواك ته وويل، موټر يې پطرولي دى او په پطرولو كې هم د ټيټ كيفيت تېل ډېر شوي د مخنيوي لپاره يې بايد كوټلي ګامونه پورته شي.

د يادولو ده، چې درې ورځې وړاندې هم د ملي امنيت منسوبينو د لښکرګاه ښار په همدې سيمه كې د ټيټ كيفيت ډېزلو د جوړېدلو فابريكه كشف او څو کسان يې ونيول شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.