ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما د نورستان د سل کلنې دښمنۍ ختمولو هلې ځلې پيل کړې

يوناما د نورستان د سل کلنې دښمنۍ ختمولو هلې ځلې پيل کړې

author avatar
30 Oct 2013 - 10:55
يوناما د نورستان د سل کلنې دښمنۍ ختمولو هلې ځلې پيل کړې
author avatar
30 Oct 2013 - 10:55

جلال اباد (پژواک ٨ لړم ٩٢): د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني چې پر مهال يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د روغې جوړې هلې ځلې روانې دي، خو تر اوسه کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

دغه دښمني په کامدېش ولسوالۍ کې د کامدېش او کشتوز قومونو تر منځ ده او اوس د يوناما په منځګړيتوب قومي مشرانو يې تر منځ د روغې جوړې هلې ځلې پيل کړې دي.

د کامدېش د کشتوز اوسېدونکى کاکايل نورستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما له لوري درې ورځې د ننګرهار ولايت په مقام کې کېنول شول، خو تر اوسه نهايي روغه جوړه نه ده شوې.

نوموړى وايي، له دواړو لورو يو شمېر کسان راغوښتل شوي او د روغې جوړې د راتلونکي پلان په اړه په کې خبرې وشوې.

ده زياته کړه: ((د روغې په اړه دلته هېڅ خبره نه ده شوې يواځې همدومره خبرې وشوې، چې د راتلونکې جرګې لپاره زمينه سازي وشي.))

نوموړي په ځينو رسنيو کې خپاره شوي راپورونه رد کړل چې ګواکې د دوى تر منځ روغه جوړه شوې ده.

د کامدېش قوم يوه مشر فضل اعظم پژواک اژانس ته وويل، چې درې ورځې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د يوناما په منځګړيتوب کېناستل تر څو په راتلونکې لويې غونډه کې چې نهايي فيصله به په کې کېږي د هغې لپاره زمينه سازي وکړي.

هغه زياته کړه: ((دا ډېره لويه دښمني ده، کلي په کې سوځېدلي دي، لسګونه خلک په کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.))

د نوموړي په وينا، له تېرو څو ورځو راهيسې يې مقدماتي خبرې روانې دي او وروستۍ پرېکړه به په بله غونډه او جرګه کې وشي.

په ختيځ کې د يوناما د سياسي څانګې افسر ډاکټر حکمت الله سيال پژواک اژانس ته دا خبره رد کړه چې ګواکې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د دوو دښمنو قومونو ترمنځ سوله شوې او ټولې خبرې نهايي حد ته رسېدلې دي.

نوموړى زياتوي، چې د نورستان د چارواکو او يو شمېر قومي مشرانو په غوښتنه دوى په ننګرهار کې يوه جرګه جوړه کړې وه، چې له مخې يې دواړه غاړې سولې ته راضي کړي.

هغه وويل، ياده دښمني چې سل کاله مخينه لري او سلګونه کسان له دواړو لورو څخه وژل شوي او سلګونه نور په کې معيوب شوي يو شمېر استازي يې په جلال اباد کې سره په يوه جرګه کې کېنول.

سيال زياته کړه: ((دا خلک سره مخکې بېخي نه کښېناستل اوس موږ سره کښېنول، په راتلونکو دوه نيمو مياشتو کې بيا زيات مشران سره ټولېږي او وروستۍ پرېکړه به ورته اعلان شي.))

نوموړي دا هم ويلي وو چې د نورستان د چارواکو له لوري فيصله شوې ده او په راتلونکو دوه نيمو مياشتو کې يې پايلې دواړو لورو ته وړاندې شي.

د نورستان د سولې د ولايتي کمېتې رييس حليم خان هم تاييد کړه چې د کامدېش د دواړو قومونو تر منځ د يوناما له لوري منځګړيتوب شوى خو د تېرو ورځو غونډې يې مقدماتي غونډې وې.

د هغه په وينا، تر اوسه روغه جوړه نهايي حد ته نه ده رسېدلې او کله چې په نورستان کې اقليمي شرايط برابر شي نو د يوې سترې غونډې په ترڅ کې به يو ځل بيا د مشرانو تر منځ خبرې تبادله شي.

حليم خان وايي: ((کله چې واورې راکمې شي نو بيا به يوه لويه جرګه جوړه کړو او په هغې کې به خبرې وکړو.))

ياده دې وي چې د کامدېش ولسوالۍ د دواړو قومونو تر منځ ياد دښمني شاوخوا ١٢٥ کاله زړه دښمني ده چې په تېرو ١٦ کلونو کې يو ځل بيا تازه شوې وه او سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.