ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ښايي افغان مهاجرين په ټاکنو کې له ګډون څخه پاتې شي”

“ښايي افغان مهاجرين په ټاکنو کې له ګډون څخه پاتې شي”

author avatar
31 Oct 2013 - 17:27
“ښايي افغان مهاجرين په ټاکنو کې له ګډون څخه پاتې شي”
author avatar
31 Oct 2013 - 17:27

کابل (پژواک، ٩لړم٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون خبردارى ورکوي که روانه مياشت کې ورته لازمې مالي اسانتياوې برابر نشي، نو افغان مهاجرين به د راتلونکي کال ټاکنو کې له ګډون څخه پاتې شي.

ددې کمېسيون چارواکي وايي ، چې د وخت د کموالي له امله اوس هم د افغان کډوالو ته په ټاکنو کې د ګډون اسانتيا برابرول ستونزمن کار دى، خو لا هم له امکانه وتلې نه ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارلانشاء مشر ضياء الحق امرخېل نن پژواک خبرى آژانس ته وويل، چې دوى دوه اونۍ وړاندې  په همدې موخه حکومت او نړيوالې ټولنې ته يوه ابتدايي طرحه وړاندې کړې، خو تراوسه يې ځواب نه دى ترلاسه کړى.

د امرخېل د معلوماتو له مخې ،په ايران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د رايې ورکولو د اسانتيا برابرول نږدې ٥٠ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.

دى وايي، پر بوديجې سربېره، د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد په دغو هېوادونو کې په شرايطو برابر کسانو ته د رايې ورکولو کارتونه ووېشي او له تخنيکي پلوه  يو لړ تدابير ونيسي، چې ددې کارونو ترسره کولو ته وخت ډېر کم دى.

ده زياته کړه:”يواځې د بوديجې بحث هم نه دى، دلته مختلف علتونه مطرح دي، د ثبت نام مسئله ده، د دپلوماتيکو اړيکو ټينګول دي ،چې له هغوى غوښتنه وشي ترڅو مهاجرينو ته زمينه سازي وشي، د امنيت ټينګښت، د موادو انتقالول دي، د انتخاباتو نظارت او د مهاجرينو د ثبت نام خبره ده، يعنى مختلف علتونه موجود دي ، چې زه فکر کوم د انتخاباتو ترسره کول به ستونزمن وي.” 

امرخېل وايي ،که چېرې د لړم په مياشت کې د ټاکنو کمېسيون ته د لازمې بوديجې ډاډ ورنکړل شي، ښايي په ايران او پاکستان کې افغان مهاجرين په ټاکنو کې له ګډون څخه پاتې شي.

که څه هم افغان کډوال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې اوسېږي، خو په دوو ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان کې تر ټولو ډېر افغان کډوال مېشت دي.

د راپورونو له مخې، اوسمهال په ايران او پاکستان کې تر پنځو ميليونو ډېر افغان کډوال ژوند کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي ، د بوديجې د تامين په صورت کې به يواځې په همدې هېوادونو کې افغان اتباعو ته ټاکنيز مرکزونه پرانيزي.

د ټاکنو کمېسيون د دارلانشاء د مشر په وينا، ددې لپاره چې په بهرنيو هېوادونو کې افغان کډوالو ته په ټاکنو کې د ګډون اسانتيا برابره شي، نو اړتيا ده چې افغان دولت د ايران او پاکستان له حکومتونو سره تفاهم ته ورسېږي.

په ايران او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د خپل هېواد په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون کړى وو.

د ټاکنو په برخه کې فعال بنسټونه وايي، چې افغان کډوال حق لري د خپل هېواد په ټاکنو کې برخه واخلي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجراييوي مشر جانداد سپين غر وايي، حکومت د امکاناتو درلودو په صورت کې بايد افغان کډوالو ته په ټاکنو کې د ګډون زمينه برابره کړي.

افغانستان د نړۍ په کچه يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې ډېر وګړي يې په نورو هېوادونو کې کډوال دي.

د کتونکو په اند، په راتلونکو ټاکنو کې  د ميليونو افغان مهاجرو ګډون د ولسمشر په ټاکلو کې ډېر اغېزمن دى او دوى بايد له دې حق څخه محروم نه شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.