ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” تر ټاکل شوې مودې مخکې هر ډول ټاکنيز کمپاين انتخاباتي سرغړونه ده”

” تر ټاکل شوې مودې مخکې هر ډول ټاکنيز کمپاين انتخاباتي سرغړونه ده”

author avatar
1 Nov 2013 - 13:24
” تر ټاکل شوې مودې مخکې هر ډول ټاکنيز کمپاين انتخاباتي سرغړونه ده”
author avatar
1 Nov 2013 - 13:24

 کابل( پژواک، ١٠ لړم ٩٢): تر ټاکل شوې مودې مخکې او د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د وروستي ليست تر اعلانيدو مخکې د احتمالي نوماندانو هر ډول انتخاباتي مبارزه د ټاکنو له قانونه سرغړونه ګڼل کيږي.

د ټاکنو قانون د وروستي ليست تر خپريدو وروسته، د ولسمشرۍ نوماندانو ته ٦٠ او د ولايتي شوراګانو نوماندانو ته ٣٠ ورځې د ټاکنيز کمپاين وخت ټاکلى، په همدې اساس د ولسمشرۍ نوماندانو ته د روان کال د سلواغې له ١٣مې د ١٣٩٣ کال د وري تر ١٣مې او د ولايتي شورا لپاره د د روان کال دکب له  ١٣مې د را روان کال د وري تر ١٣مي د کمپاين موده ټاکلې ده.

د ټاکنو خپلواک کميسيون ګواښ کوي، تر ټاکل شوې مودې مخکې د ټاکنيز کمپاين په نوم هر عمل به انتخاباتي سرغړونه وګڼي او د کميسيون له لورې به يې جدي پلټنه وشي او دغه راز نوماندان او رسنۍ بايد د قانون له مخې عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د احتمالي نوماندانو او رسنيو له لورې د ټاکنو قانون ماتيږي، د ټاکنو د قانون لايحه په پام کې نه نيول کيږي او دا کار يې د انتخاباتي مبارزې څرګندونه کوي.

د لومړني ليست تر خپريدو وروسته، د ولسمشرۍ يو شمير احتمالي نوماندان  په رسنيو کې راڅرګنديږي او خپلې تګلارې اعلانوي،چې د کارپوهانو له انده د نوماندانو دا هڅه له وخته مخکې کمپاين بلل کيږي او د ټاکنو له قانون او لايحې سرغړونه ګڼل کيږي.

سياسي کارپوه يونس فکور پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ځيني نوماندان د قانون خلاف د وروستي ليست تر خپريدو او تر ټاکلي وخت مخکې په رسنيو کې راڅرګنديږي، خپلې تګلارې بيانوي، چې دا په خپله انتخاباتي کمپاين دى.

نوموړى، د ټاکنو خپلواک کميسيون او د شکايتونو د اوريدو کميسيون د نوماندانو د دې کار په مخنيوي کې ناکام بولي او زياتوي، چې ياد کميسيونونه مسووليت لري تر څو د ولسمشرۍ د نوماندانو مخه ونيسي او رسنيو ته ګواښ وکړي.

د شکايتونو د اوريدو د کميسيون وياند نادر محسني وايي، چې د ورستي ليست تر خپريدو مخکې هيڅوک د کانديد په توګه نه پېژندل کيږي.

نوموړي زياته کړه، چې تر وخت مخکې ټاکنيز کمپاين د ټاکنو له قانونه سرغړونه او قانون ماتونه ګڼل کيږي .

  ويل کيږي په لومړني لېست کې شامل ډيرى نوماندان د فيسبوک او ټويټر له لارې هم ټاکنيزه مبارزه پر مخ وړي او خپلې تګلارې بيانوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.