جلال اباد (پژواک١١لړم٩٢): په نورستان کې چارواکي وايي ، چې يوتن يې پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نيولى دى.
د نورستان د کامديش ولسوالۍ امنيه قوماندان بريالي د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار يې په ياده ولسوالۍ کې يو تن د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى ايس اى) کارکوونکى نيولى، چې يو شمير پټ رازونه يې خپلې شبکې ته انتقالول.
دى وايي، ياد تن په خپله منلې ده ، چې اى ايس اى شبکې ته يې کار کاوه او اصلاً د پاکستان د چترال په سيمې پورې تړاو لري.
هغه زياه کړه ، چې دغه تن له څه مودې راهيسې جاسوسي کوله او امنيتي موظفين نن وتوانېدل ، چې ويې نيسي.
ياده دې وي ، چې نورستان د هېواد يو له هغه سرحدي او غرنيو ولايتونو څخه دى، چې چارواکي يې وخت ناوخته د پاکستانيو وسله والو او هم د پاکستان د پوځ د يوشمير کسانو د شتون راپورونه ورکوي، چې ياد ولايت ته رااوړي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن