ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او بريتانيا تر منځ د ګډ کمېسيون دويمه ناسته په کابل کې تر سره کېږي

author avatar
3 Nov 2013 - 17:56
author avatar
3 Nov 2013 - 17:56

 کابل (پژواک ١٢ لړم ٩٢): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان او بريتانيا تر منځ د ګډ کمېسيون دويمه ناسته به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په کابل کې تر سره شي.

 د دغه وزارت وياند جانان موسى زي، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ياد کمېسيون لومړنۍ ناسته يو کال وړاندې په بريتانيا کې تر سره شوې وه.

 موسى زي وويل، چې په لومړنۍ ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د لاسليک شوي سند په پام کې نيولو سره پر سياسي او امنيتي مرستو، د قانون پر پلي کولو او ښې حکومتدارۍ، اقتصادي پراختيا، د فرهنګ او زده کړو په چارو خبرې شوې وې.

 سرچينې څرګنده کړه، چې په تېر يوه کال کې بريتانيا د افغان حکومت د سولې له پروسې ملاتړ کړى او د دغې پروسې د پروګرامونو د پلي کولو لپاره يې له افغانستان سره ١٦ ميليونه يورو مرسته کړې ده.

 دغه راز هغه له ډېرو جزئياتو ورکولو پرته وويل، چې په ياده موده کې بريتانيا له افغانستان سره د امنيت، د پوځ لپاره د اکاډمۍ په جوړولو، د ملي پوليسو په روزنه، د قانون حاکميت، ښې حکومتدارۍ او د مالياتو په راټولو کې هم مالي مرستې کړې دي.

 د هغه په وينا، همدارنګه بريتانيا د سوداګريزو اسانتياوو او د انګريزي ژبې د روزنې پروګرامونو په پراختيا کې مرستې کړي او په تعليمي برخه کې يې افغانستان ته پنځلس تعليمي بورسونه ورکړي دي.

موسى زي زياته کړه، چې د روانې اونۍ غونډه به د تېر يوه کال د پرمختګونو د ارزونې او د راتلونکي کال د لومړيتوبونو د ټاکلو په موخه تر سره شي.

 د بريتانيا د نړيوالې پراختيا وزير تېره اونۍ له ولسمشر کرزي سره په دغه هېواد کې اعلان کړى و، چې هېواد به يې هر کال له افغانستان سره په بنسټيزو برخو کې تر ٢٠١٧ زېږديز کال پورې ٢٠٠ ميليون امريکايي ډالره مرسته کوي.

 جانان موسى زي، په نننۍ ناسته کې د يوه سوال په ځواب کې په اسټراليا کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه په داسې حال کې، چې قانوني اسناد هم لري، خو له دغه هېواد څخه د ايستلو امر ورته شوى، وويل: ” په اسټراليا کې د زموږ سفارت د اسټراليا له حکومت سره په اړيکه کې دى، تر څو د افغان مهاجرينو حقونه له نړيوالو قوانينو سره سم رعايت شي.”

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.