ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند کروندګرو د کوکنارو کرلو ته مخه کړې

author avatar
3 Nov 2013 - 16:40
author avatar
3 Nov 2013 - 16:40

 لښكرګاه (پژواك ۱۲ لړم ۹۲): دولتي مسوولين وايي، كه په هلمند كې د كوكنارو د كر مخنيوى ونه شي د سيمې امنيت به خراب شي.

 دغه څرګندونې د دغه ولايت د ولسواليو مسوولينو د نشه يې توكو د مخنيوي په يوه غونډه كې وكړې ويې ويل، كروندګرو پرېكړه كړې، چې په خپلو ځمكو كې به كوكنار كري.

د مارجې ولسوال ډاكتر محمدشفېع وويل، تر پنځه سوه ډېرو كروندګرو د دولت تر واك لاندې سيمو كې ځمكې د كوكنارو د كر لپاره چمتو كړي او اتيا تنو اوسمهال تخمونه په كې پاشلي دي.

نوموړي وويل، تر دې مهاله يې ۱۵ كروندګر نيولي او كه له خپلې پرېكړې وانه وړي عدلي ارګانونو ته به يې ور وپېژني.

د ده په خبره، د ځايي كروندګرو پلمه دا ده، هغه سيمې چې د وسله والو په واک کې دي د کوکنارو کرونده ازاده ده او کومې سيمې چې د دولت تر واک لاندې دي د هغو سيمو پر بزګرو قانون پلى کېږي.

د ګرشك ولسوال محمدفهيم موسى زوى هم په ياده غونډه كې وويل، ګڼو كروندګرو د كوكنارو د كر لپاره چمتووالى نيولى او په په دغه کار يې لاس پورې کړى دى چې د مخنيوي لپاره يې پراخو پلانونو ته اړتيا ده.

د ګرمسېر ولسوال ابو عمر عمري وويل، كوكنار يې په ولسوالۍ كې نه دي كرل شوي خو هغه ۷۶ تنه يې نيولي، چې په دې كار يې لاس پورې کړى و.

 د نادعلي، ناوې او خانشين ولسوالان وايي، د دولت تر واك لاندې سيموكې كوكنار نشته او هغه كسانو چې دكر هڅه يې كوله له وړاندې نيول شوي اود دولت له واكه د باندې ځمكو كې کوکنار کرل شوي دي.

 هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم وويل، د كوكنارو د مخنيوي لپاره به د پوليسو او ملي اردو له خوا د ځينو ولسواليو په مربوطاتو كې چاڼيز عمليات ترسره كړي او هغه كسان به ونيسي چې د كوكنارو كر ته لاره هواروي.

نوموړي زياته كړه، د ملي اردو سرتېري به هم تر خپل مسووليت لاندې سيمو كې كروندګر نه پرېږدي چې په خپلو ځمكو کې کوکنار وکري.

والي د مارجې او ګرشك ولسواليو مسوولينو ته ګواښ وكړ كه يې په سيمه كې كرل شوي كوكنار له منځه يو نه وړل شي قانوني چلند به ورسره شي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار وويل، د دولت تر واك لاندې سيمو كې به له سره څوك پرې نه ږدي چې كوكنار وكري او د وسله والو مخالفينو تر واك لاندې سيمو كې به هم پلانونه جوړ كړي چې كروندګر له قانون څخه سرغړونه ونه كړي.

امنيه قوماندان زياته کړه، د كوكنارو كروندګر او د يادې سيمې دولتي مسوولين به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.

د هلمند ملي امنيت رييس بريد جنرال محمدنعيم مومن وايي، د كوكنارو د كر زياتوالى د سيمې امنيت ته د خطر زنګ دى، د مخنيوي پر مهال به جنګونه وي.

د سرحدي پوليسو د شپږم زون قوماندان پاسوال سلطان محمد وويل، په ډېرو سيمو كې وسله وال مخالفين كروندګر د ترياكو كر ته هڅوي د ده په خبره، ۳۰۰ پوليس يې چمتو دي چې له ملي پوليسو سره په اړوند برخه كې كار وكړي.

د ناوې يوه قومي مشر پژواك ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل، دولت د كوكنارو د كر د مخنيوي لپار سم پلان نه لري كه چېرې په دښتي سيمو كيمياوي سرې، تخمونه او تېل بند كړي او په شنو سيمو كې پر هغو كروندګرو اوبه بندې كړي، هېڅوك به زړه ښه نه كړي چې كوكنار وكري.

د يادولو ده، تر دې په مخکې كلونو كې هم د كوكنارو د مخنيوي په برخه كې هڅې شوې خو کومه ښکاره پايله يې نه ده ورکړې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.