ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د علماوو شورا له امريکا سره دامنيتي تړون د لاسليک ملاتړ وکړ

author avatar
3 Nov 2013 - 18:01
author avatar
3 Nov 2013 - 18:01

 کندهار( پژواک، ١٢ لړم ٩٢):د کندهار د علماوو اصلاحي شورا د يوې غونډې په جوړولو سره د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون د لاسليک په اړه د  جوړېدونکې مشورتي لويې جرګې ملاتړ وکړ.

 په دې اړه په جوړې شوې غونډې کې د يادې شوې شورا لسګونو غړو ګډون کړى وو.

 د غونډې يوه ويناوال او د کندهار د علماوو د اصلاحي شورا غړي مولوي عبدالله وويل، چې هغوى د امريکا او افغانستان تر منځ د امنيتي تړون پر سر د جوړېدونکې مشورتي لويې جرګې او په دغه جرګه کې د کېدونکې هرې پرېکړې ملاتړ کوي.

 هغه زياته کړه، افغانستان له تېرو څو لسيزو راهيسې په ستونزو او جګړو کې را ګير دى، که له امريکا سره دغه تړون د هېواد د ښه راتلونکي ضمانت کولاى شي، نو په کار ده چې لاسليک شي.

 د حافظ رحمت الله په نوم د علماوو شورا يوه بل غړي وويل، چې هغه هم د امنيتي تړون په اړه د جرګې او د جرګې د پرېکړو ملاتو کوي، خو په هغه صورت کې چې په دغه تړون کې د افغانستان هر اړخيزې ګټې په پام کې ونيول شي.

 د هغه په وينا، امريکا بايد د افغانستان دخلکو مذهب، دود او عنعناتو ته په بشپړه توګه درناوى ولري، د افغانستان خپلواکي تضمين کړي او جګړه پاى ته ورسوي.

 د کندهار د علماوو د اصلاحي شورا مشر مولوي عبيدالله هم د جرګې ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې که له امريکا سره د امنيتي تړون په کېدو په هېواد کې امنيت راځي، نو خلک يې ملاتړي دي.

 خو نوموړي وويل، هغه ډول تړون ورته د منلو وړ نه دى، چې پکې د افغانستان خپلواکي او د دغه هېواد د خلکو ګټې پکې په پام کې نه وي نيول شوې.

 دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر کتونکي د دغې جوړېدونکې جرګې مخالفت کوي او وايي، چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په موجوديت کې د دغه راز جرګې جوړول قانوني اړخ نه لري.

 دغه راز څو ورځې وړاندې په کابل کې  يو شمېر مدني ټولنو هم اندېښنه ښودلې وه، چې ګواکې دغه جرګه يواځې له امريکا سره دامنيتي تړون پر سر د خبرو اترو لپاره نه ، بلکې دټاکنو د ځنډېدو په موخه جوړېږي، خو د دغې جرګې د جوړولو کمېسيون خبر ورکړى و، چې په دغه جرګه کې به له امنيتي تړون پرته پر بله کومه هيڅ موضوع خبرې نه کېږي.

 ټاکل شوې ده، چې دغه جرګه د روانې لړم مېاشتې په پاى کې په کابل کې جوړه شي او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه پکې شاوخوا ٢٥٠٠ تنه ګډون وکړي.

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.