چغچران (پژواک ١٣ لړم ٩٢): د غور ولايت د کرنې رييس د درغلۍ او له دندې او صلاحيت څخه د ناوړه استفادې په شک ونيول شو.
د غور ولايت داستيناف څارنوالۍ رييس ګل احمدحيدري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې فريدالدين عابدنظر د څارنوالۍ له خوا په دې سبب نيول شوى، چې په څو مواردو کې په درغليو تورون و.
هغه زياته کړه، چې د کرنې رييس دوسيه د څارنوالۍ تر څېړنې لاندې ده او په اړه يې زيات جزيات نه شي ورکولى.
خو د غور ولايت يوې ځايي سرچينې، چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله وويل، چې د کرنې رييس د دوه سوه بوجۍ غنمو په پلورنه تورن دى.
د سرچينې په وينا، ټاکل شوې وه، چې دا غنم د کرنې وزارت له خوا خلکو ته ووېشل شي، خو په کې درغلي شوې ده.
د غور ولايت داستيناف څارنوالۍ رييس وايي، چې د کرنې رييس تېر کال هم د اداري فساد له امله د ملي امنيت ادارې له خوا نيول شوى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن