کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٢): د سيمه ييز ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې غلام سخي بغلانى د کندوز د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.
د يادې ادارې وياند تواب غورځنګ نن پژواک خبري اژانس ته وويل، غلام سخي بغلانى، چې د محمدانور جګدلک په ځاى ټاکل شوى دى، له څو کلونو راهيسې د سمنګانو ولايت مرستيال و.
جګدلک، چې د ملي اولمپيک کمېټې پخوانى مشر او د جمعيت اسلامي غړى دى، له ١٣٨٩ کال راهيسې يې د کندوز د والي په توګه دنده ترسره کوله.
د چارو ادارې د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په خپره شوې خبرپانه کې هم راغلي، چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز بغلانى د مافوق رتبې په بست کې د کندوز د والي پر ځاى د ولسمشرۍ له خوا منظور شوى دى.
د چارو اداره دغه راز زياتوي، مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزى د لوګر او مل پاسوال محمد رزاق يعقوبي د فراه د امنيه قوماندانانو په توګه ټاکل شوي دي.
سرچينه وايي، د نوموړو دواړو ټاکنه د کورنيو چارو وزارت په وړانديز د ولسمشرۍ له لوري منظور شوې ده.
تردې مخکې دغه چارې په لوګر کې مل پاسوال عبدالصبور نصرتي او فراه کې مل پاسوال ميرويس نورزي سرته رسولې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن