ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي پېښو کې نهه وسله وال وژل شوي

امنيتي پېښو کې نهه وسله وال وژل شوي

author avatar
5 Nov 2013 - 13:58
امنيتي پېښو کې نهه وسله وال وژل شوي
author avatar
5 Nov 2013 - 13:58

جلال اباد-کندهار (پژواک ١٤ لړم ٩٢): په کندهار او ننګرهار ولايتونو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ٩ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون د غني خېلو او بټي کوټ ولسوالۍ امنيتي مسوولينو له ځواکونو سره يو ځاى د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه عمليات د بټي کوټ ولسوالۍ د تکيه په سيمه کې وروسته له هغه په لاره واچول شول، چې وسله والو مخالفينو د جلال اباد–تورخم پر لويه لاره د ملکي وګړو پر موټر ډزې وکړې او يو تن يې وواژه.

عبدالزى وايي، چې په تکيه سيمه کې عمليات د شپې تر اتو بجو پورې روان و، چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې يو پوليس هم وژل شوى او د ملي اردو يو سرتېرى ټپي دى.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د کندهار مسوولين هم وايي، چې د عملياتو پر مهال څلور وسله وال مخالفين په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک ته وويل، چې ياد عمليات د ځانګړو افغان امنيتي ځواکونو له خوا د معروف ولسوالۍ په عالي جرګه سيمه او د ډيورنډ کرښي ته څېرمه ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې له وسله والو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

فيصل دغه راز وويل، چې د يوې شخصي دښمنۍ له امله دوه عام وګړي وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د هغه په وينا، ياده پېښه د کندهار ښار د لسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د مېوې شرکت ته څېرمه په يوه رهنما کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ د څېړنو ډلې د لومړنيو معلوماتو پر اساس، چې ياده پېښه له دولت سره هېڅ تړاو نه درلود او د څو کسانو تر منځ د شخصي شخړۍ له امله رامنځته شوې ده.

بلخوا د کندهار د ترافيکو مديريت مسوولين وايي، په دې وروستيو کې يې يو شمېر هغه موټر چلوونکي چې تر ټاکلي حد زيات بار يې لېږداوه او ځيني نور چې ترافيکي اصول يې نه مراعتول په نغدي ډول جريمه کړي دي.

د کندهار د ترافيکو مدير احمدالله خان وايي، دوی په اونۍ کې دوه ځلې د ترافيکو او امنيه قوماندانۍ د کشفي مسوولينو په مرسته ياده پروسه ترسره کوي.

دی زياتوي، چې له دې لارې يې تر اوسه ١٤٠ زره افغانۍ د مستوفيت له لارې د دولت عوايدو ته تحويل شوې او تمه يې وښوده چې د دې لړۍ په مرسته به په ښار کې د ترافيکي اصولو د نه مراعتوونکو شمېر ډېر کم شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.