کندهار ښار (پژواک ١٤ لړم ٩٢): د کندهار چارواکي وايي، چې سرحدي پوليسو په سپين بولدک ولسوالۍ کې دوستۍ دروازې ته څېرمه يو ځانمرګى بريدګر وژلى دى.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى نن له غرمې وروسته دوه بجې د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش سيمې په لقمان کلي کې د سرحدي پوليسو له خوا ووژل شو.
هغه زياته کړه، ځانمرګى له چاودېدونکو توکو په ډک کرولا موټر کې سپور و او غوښتل يې چې پر سرحدي ځواکونو بريد وکړ، چې تر پېژندل کېدو وروسته ووېشتل شو.
فيصل وايي، چې سرحدي پوليسو ورته له ډيورنډ کرښې تر را اوښتو وروسته د درېدو اشاره ورکړه، خو ونه درېد، چې په پايله کې پوليسو ډزې وکړې او د هغه په موټر کې چاودنه وشوه.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې سرحدي پوليسو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادونې ده ، چې تر دې مخکې هم په دې سيمه کې ځانمرګي بريدونه شوي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن