ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له وخته مخکې د واورې اورښت کرنه زيانمنه کړې

author avatar
5 Nov 2013 - 17:00
author avatar
5 Nov 2013 - 17:00

پل علم_غزني( پژواک،١٤ لړم ٩٢): د هېواد په ځينو ولايتونو کې له وخته مخکې د واورې اورښت خلکو او په ځانګړې توګه ځمکوالو ته اندېښنې پيدا کړې دي.

د لوګر د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو رييس انجنير همايون عمر وايي، چې دا ځل له وخته مخکې واوره وشوه، چې له امله يې کرنې زيان وليد.

هغه زياتوي، تر دې مهاله په لوګر کې ٤٠ سلنه کرونده پاتې ده، چې واوره پيل شوه او هوا  يې ډيره يخه کړه.

د لوګر د مرکز پل علم يو تن ځمکوال شيرخان وايي، چې څلور جريبه ځمکه يې د غنمو کرلو ته تياره کړې وه، خو هغه واورې لاندې کړه.

نوموړى زياتوي، د ده په څېر ډيرى ځمکوالو د پسرلي لپاره کرونده ونه کړه، چې له دې امله به د خلکو د غنمو او پيازو حاصلات په نيمايي ودريږي.

دغه راز د لوګر تر څنګ د غزني،باميانو او ميدان وردګو په ځينو سيمو کې له تېرې شپې راهيسې واوره او باران ګډ اوري.

د غزني ښار اوسېدونکى محب الله وايي، چې غزني ښار ته څېرمه غرونه او غونډۍ په واورو کې پټ دي، خو په هواره کې نه ده شوې.

په ورته توګه د ميدان وردګو په مرکز، سيداباد او چک ولسواليو کې هم واوره شوې ده.

د سيدا باد يو تن قومي مشر حاجي محمد عليم وايي، چې تېره شپه باران  و ، خو له سهاره په ځينو سيمو کې د واورې اورښت پيل شوى ده.

دى وايي، په ميدانښار او چک کې هم واوره شوې، چې د دې واورې اورښت به د خلکو کرنيز حاصلات ډير زيانمن کړي.

دغه راز د باميان په شيبر او يکاولنګ کې هم له نن سهار راهيسې واوره اوري او خلکو ته يې اندېښنې پيدا کړې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.