ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د وژل شوو وکيلانو او سناتورانو قاتلين پيدا او سزا دې ورکړي”

“حکومت دې د وژل شوو وکيلانو او سناتورانو قاتلين پيدا او سزا دې ورکړي”

author avatar
6 Nov 2013 - 16:31
“حکومت دې د وژل شوو وکيلانو او سناتورانو قاتلين پيدا او سزا دې ورکړي”
author avatar
6 Nov 2013 - 16:31

کابل (پژواک ١٥ لړم ٩٢): د ولسي او مشرانو جرګې اداري پلاوي د دې جرګو د وژل شوو غړو د پېښو د جدي څېړنو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې عاملينو ته يې بايد سخته سزا ورکړل شي.

د ملي شورا په تېرو دوو تقنيني دورو کې د ولسي او مشرانو جرګې اتلس غړي د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د چاودنو او بريدونو له امله وژل شوي دي.

په يادو کسانو کې د ولسي جرګې غړي سيد مصطفى کاظمي، نازکمير سرفراز، صاحب الرحمن همت، محمد عارف ظريف، صبغت الله ذکي، انجنير عبدالمتين، عبدالمطلب بيک، احمدخان سمنګاني، شهناز همتي، فضل الرحمن څمکنى، محمداسلام محمدي، حبيب الله، دادمحمد خان، عصمت الله محبت او محمدهاشم وطنوال شامل دي.

دغه راز په تېرو دوو دورو کې د مشرانو جرګې غړي استاد عبدالصبور فريد، محمد يونس شرين اقا او ارسلان رحماني وژل شوي دي.

د يادو کسانو په نوم هر کال د ملي شورا د غړو له لوري ياد غونډه جوړيږي.

په دې اړه په نننۍ ياد غونډه کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وويل، چې تر اوسه اړوند ارګانونو د يادو کسانو د وژنې عاملين د قانون منګولو ته نه دي سپارلي او په دې برخه کې ناغېړي کوي.

هغه زياته کړه، حکومت مکلف دى، چې د بغلان د بريد ترڅنګ چې د ولسي جرګې شپږ غړي په کې ووژل شول په نورو پېښو کې د ملي شورا د غړو د وژل کېدو پيښې وڅېړي، عاملين پيدا کړي او سخته سزا ورکړي.

ابراهيمي وايي: ((زه له ولسمشر حامد کرزي نه غوښتنه کوم، وړاندې تر دې چې دا دوره يې پاى ته ورسېږي بايد د ملي شورا د غړو عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.))

هغه دا هم وويل، چې حکومت بايد په هېواد کې د نورو وژل شوو مشرانو قاتلين هم پيدا او سخته سزا ور کړي.

په تېرو شاوخوا دريو کلونو کې د ولسمشر حامد کرزي ورور احمدولي کرزى، د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني، د ٢٠٣ پامير زون قوماندان جنرال داوود داوود، د ولسمشر سلاکار جان محمد خان، د کندهار امنيه قوماندان خان محمد مجاهد، د کندوز امنيه قوماندان عبدالرحمن سيدخېلي او ځيني نور لوړپوړي چارواکي هم وژل شوي دي.

ابراهيمي وويل، تر هغه به د افغانستان د مشرانو وژنه روانه وي، تر څو له هېواد څخه د بهرنيو هېوادونو لاسوهنه لنډه شوې نه وي.

هغه زياته کړه: ((موږ بايد د ظالمانو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شو او که د ظالمانو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شوو نو هېواد په کنډواله بدلوي او د خلکو وژنه به نوره هم ډېره شي.))

هغه وايي، چې افغان دولت د تېر په څېر يو ځل بيا پر وسله والو مخالفينو غږ کوي، چې له دولت سره يو ځاى شي او خپل هېواد ته سوله او امنيت راوړي.

هغه زياته کړه: ((مخالفين بايد زموږ د سولې غږ زموږ کمزوري ونه بولي، که دا مخالفين مسلمانان وي او يا هم افغانان وي بايد راشي د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.))

په ياده غونډه کې د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار هم وويل، چې حکومت بايد هر څه ژر د ملي شورا د وژل شوو غړو قاتلين پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

ايزديار وايي، چې ملي شورا او حکومت د وژل شوو وکيلانو او نورو مشرانو د کورنيو پر وړاندې ستر مسووليت لري، چې بايد ترسره يې کړي.

هغه زياته کړه: ((زموږ او ستاسو لومړنى مسووليت دا دى، چې د دغو کسانو قاتلين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.))

ايزديار وايي، چې په افغانستان کې ښکاره او پټ لاسونه کار کوي تر څو د هېواد هغه مشران ووژني، چې د هېواد د ښيګنې لپاره کار کوي.

هغه زياتوي: ((وژل شوي مشران ټول هغه کسان وو، چې پر هېواد يي زړه خوږيده او د هېواد لپاره يې د زړه له تله کار کاوه.))

د ايزديار په اند، دغه مشران د هغو کسانو له خوا وژل کېږي، چې په هېواد کې دننه ځاى نه لري او له بهر څخه تمويلېږي.

په دې جرګه کې د کابل استازي او د مصطفى کاظمي ورور سيدعلي کاظمي د بغلان د هغه وخت پر امنيتي چارواکو نيوکه وکړه او ويې ويل چې د دې جرګې پر غړو د بريد په ورځ يې لازم امنيتي تدابير نه و نيولي.

ده هم ټينګار کاوه، چې حکومت بايد هر څه ژر د يادې پېښې عاملين پيدا او د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.

هغه وويل، چې د يادو وکيلانو په ياد هر کال غونډې جوړېږي، خو د هغوى دوسيې نه څېړل کېږي.

هغه زياته کړه: ((زه شهيد مصطفى کا‌ظمي او نورو شهيدانو له ولسمشر سره د موقت، انتقالي او انتخابي حکومتونو په جوړړلو کې ډېرې منډې کړې نو ولسمشر ته هم په کار ده، چې د خپل کار په دې وروستي کال کې يو شجاعت وکړي او د دې کسانو دوسيې جدي وڅېړي.))

کاظمي وايي، چې د دغه شان پېښو نه څېړل د حکومت او خلکو تر منځ واټن زياتوي.

د ولسمشر حامد کرزي د جمهوري رياست شاوخوا نيم کال پاتې دى.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.