پلخمري (پژواک ١٤ لړم ٩٢): د پلخمري د برېښنا رياست وايي، چې د غوري سيمنټو فابريکه نږدې ١١٨ ميليونه افغانۍ د برېښنا له درکه پوروړې ده.
د بغلان د برېښنارياست تجارتي معاون عبدالعظيم ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کانونو له وزارته د پر له پسې غوښتنو سربېره هم لا دې فابريکې د برېښنا رياست ته خپلې پيسې نه دي ورکړي، خو زياتوي، چې له ياد وزارت نه د دغو ١١٨ ميليونه افغانيو د پور غوښتونکي دي.
ايوبي وايي، وروسته له هغه چې د غوري سيمنټو فابريکه او ډبرو سکرو کان خصوصي سکتور ته وسپارل شول، يادې برخې ١٠٤ ميليونه افغانۍ نورې هم پوروړې شوې، چې ٥٨ ميليونه د غوري سيمنټو فابريکې او ٤٦ ميليونه د ډبرو سکرو د کان دي.
د ايوبي په وينا، د روان لمريز کال له پيله راهيسې د غوري سيمنټو فابريکې د ٥٣ ميليونه او ٣٠ زره افغانيو په ارزښت برېښنا مصرف کړې، خو دې فابريکې بيا د برېښنا رياست ته ٥٥ ميليونه افغانۍ نغدې او د دوه نيم ميليونه افغانيو په ارزښت سيمنټ ورکړي دي.
نوموړي وويل: ((د غوري سيمنټو فابريکه په ٢٤ ساعتونو کې ٤٦٩٢٠ کيلو واټه برېښنا لګښت لري، چې ٢٨١٥٢٠ افغانۍ کېږي.))
خو د بغلان ولايت د افغان کول شرکت عامل رييس انجنير اسلام الدين د دې دواړو فابريکو د پور په اړه وويل: ((په کال ١٣٩١ کې چې زه د دې شرکت عامل رييس شوم، نږدې ١١١ ميليونه افغانۍ د برېښنا له درکه پوروړې وه، چې ٦٠ ميليونه افغانۍ ورسپارل شوي او پاتې نورې به ورکړل شي.))
انجنير اسلام الدين وايي چې کله فابريکې خصوصي شوې، د ځينو برخو يې بيارغونې ته اړتيا وه ، په خپله د فابريکې توليد ډېر کم و، نو ځکه فابريکې د خپل برق لګښت پوره کولاى نه شواى، خو اوس مهال توليد ښه روان دى ، چې ډېر ژر به خپل پور ورکړي.
پژواک اژانس هڅه وکړه، چې په دې اړه د کانونو وزارت نظر هم واخلي، خو له ډېرو هڅو سره سره اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن